Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 05.03.2020

بامیان کې د هنډبال سیالۍ پای ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې د ښځینه هنډبال سیالۍ چې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې وې، د شمامه ټیم په اتلولیو سره پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د هنډبال فدارسیون مسؤلین وايي، چې یادې سیالۍ یوه ورځ وړاندې د یوناما دفتر په مالي مرسته د روح الله نیکپای په ورزشي جمنازیوم کې جوړې شوې وې. په دغو سیالیو کې د بامیان مرکز اړوند څلورو ټیمو په خپلو کې سیالۍ وکړې. د هنډبال سیالیو په لوبو کې شمامه لومړی او په ترتیب سره درخشان، اشیانه ثمر او اطلس دویم، دریم او څلورم مقامونه خپل کړل. د لوبو... Читать дальше...

د سوک وهنې افغان لوبغاړی رامش رحماني فلیپیني سیال سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د سوک وهنې افغان لوبغاړی رامش رحماني نن د ۲۰۲۰ المپیک سیالیو کې د ونډې د تر لاسه کولو په هدف په فلیپین کې له خپل سیال سره د لوبې ډګر ته ووځي. نوموړی په ۵۲ کیلو ګرام  وزن کې له خپل سیالۍ سره لوبه کوي. او همدا شان فیض الله ایوبي د ۸۱ کیلو ګرامه په وزن کې د مارچ په ۷ په تاجکستان کې له خپل سیال سره لوبه لري. د ۲۰۲۰ المپیک ونډې اخیستنې سیالۍ د مارچ له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر ۱۲ په اردن کې ترسره کېږي، چې له ۴۰ د زیاتو هېوادونو ورزشکاران په کې ګډون کوي.

ارګ: ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه نه ده رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هغه راپورونه رد کړل چې ګنې ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده سره لیده کاته رد کړي دي. صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، دا خبره حقیقت نه لري. ولسمشرۍ ماڼۍ داسې مهال دغه څرګندونې وکړې چې والسټریټ ژورنال د افغان دولت د یوه چارواکي له خولې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي. خلیلزاد تېره ورځ له قطره کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره په لیدنو بوخت دی. Читать дальше...

چارواکي: د کرونا ویروس خپراوي پر عوایدو منفي اغېز کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې د کرونا ویروس د خپراوي ویرې د دغې ادارې په عوایدو منفي اغېز کړی دی. د یادې ادارې رئیس قاسم وفايي زاده ویلي، چې دا مهال درې هېوادونو چین، ازبکستان او تاجکستان ته هوايي پروازونه درول شوي. که څه هم نوموړي د لاسته راتلونکو عوایدو د زیانونو د کره اندازې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده، چې نورو هېوادونو ته د تګ راتګ ټېکېټونو پلور هم کم شوی. دا په داسې حال کې ده، چې د لېږد رالېږد نړیوال ټولنې د هغې ارزونې پر اساس چې کړې یې ویلي، نړیوالو هوايي... Читать дальше...



چارواکي: د الوبخارا او عنابو د پروسس کارخانې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په غزني ولایت کې د الوبخارا او په فراه ولایت کې د عنابو د پروسس کارخانې جوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، که چېرې په هېواد کې وچه مېوه ښه پروسس شي، کولای شي، چې په نړیوالو بازارونو کې په ښه بیه وپلورل شي. هغه زیاته کړه: "زموږ د هېواد د یو شمېر صاداراتي اقلامو لپاره د صادراتو ښه زمینه مساعده ده، مثلاً الوبخارا، په ارزان بیه کولای شي پروسس شي او نړیوالو مارکېټونو په ځانګړې توګه د هند بازارونو ته صادر شي، خو اوس په سنتي... Читать дальше...

ولسمشر غني تېره ورځ له خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال د افغان دولت د یوه چارواکي له خولې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي. زلمی خلیلزاد تېره ورځ له قطر ه کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل. اجرائیه ریاست وايي، د لیدنې په پیل کې اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه او قدردانی وکړ او... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي ومړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي هاویرپیریزدوکیولار چې د ایران عراق ترمنځ جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې د اوربند په ټینګښت کې مرسته کړې وه، په خپل پلرني ټاټوبي پیرو کې د سل کلنۍ په عمر مړ شو. دا خبرنن د هغه زوی ورکړ. پیریز دویکویلار د ۱۹۸۱ او ۱۹۹۱ کلونو ترمنځ د ملګروملتونو د سرمنشې په توګه دنده ترسره کړې وه. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د هغه لس کلنه دوره د ایران او عراق د جګړې په ګډون د اتو جګړو شاهده وه. د ملګروملتونو اوسني عمومي منشي انتونیو ګوټیرش د جنوري په نولسمه پیریز دویکویلار ته د... Читать дальше...

خلیلزاد: د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هوکړه ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هوکړه له خطرسره مخامخ کوي او باید سمدستي کم شي. ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په څو پرله پسې ټویټرونو کې ویلي چې د ولسمشرډونالډ ټرمپ له ټېلېفوني خبرو وروسته یې له ملا عبدالغني برادر او د هغه له ټیم سره کتلي او په دې اړه یې ورسره سپینې خبرې کړې دي. خلیلزاد وویل: "موږ ټول له دې خبرې سره موافق یو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه په افغانستان کې یوې پراخې سولې ته لاره هواروي." ... Читать дальше...

شهرزاد اکبر: د ښځو حقونو په اړه د طالبانو لید روښانه نه دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه شهرزاد اکبر ازادي رادیو ته وویل، د بشر او په تېره د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لید روښانه نه دی او له دې اړخه اندېښمنه ده. هغه وايي د بشري حقونو په اړه یې خپله اندېښنه له حکومت سره شریکه کړې چې د مذاکراتو پرمهال په پام کې ونیول شي. بلخوا ۲۰۱۹ میلادي کال لپاره په ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د ځوانانو استازې عایشه خرم وايي، د یوې نجلۍ په توګه اندېښمنه ده چې د کار او تحصیل حق ترې وانه خیستل شي او په سیاسي ځواک کې د طالبانو د ورګډېدو له امله، پر ښځو دغه محدودیتونه ډېرنه شي. Читать дальше...

د کابل ښار د ککړتیا مخنیوي لپاره لنډمهاله تګلاره ګټوره بلل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، د کابل ښار د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې لنډمهاله ژمنۍ تګلاره ګټوره وه. د دغې ادارې مشر شاه زمان میوندي پرون حکومت ته د حساب ورکولو په نوم خبري غونډې ته وویل، د ژمي پر مهال یې د کابل د هوا د ککړتیا ۱۳۶۰ سرچینې په کلکه څارلې دي. د ښاغلي میوندي په خبره، په دغو سرچینو کې د ښارګوټو مرکزګرمۍ، د خښتو بټۍ، ریګریشن او یو شمېر فابریکې او اصناف شامل وو. نوموړي وویل، د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې تازه د نیالګیو کېنولو په اړه د ولسمشرۍ یو حکم ترلاسه کړی چې د ده په ټکو، پخوا یې ساری نه و. Читать дальше...

ایټالیا کې د مارچ تر ۱۵مې د زده کړو مرکزونه وتړل شول

Pa.azadiradio.com 

ایټالیوي چارواکو ویلي چې دغه هېواد کې به ټول ښونځي او پوهنتونونه د مارچ میاشتې تر پنځلسمې نېټې بند وي. د ایټالیا د پوهنې وزیرې لوسیا ازولینا دا اعلان داسې مهال کړی چې دغه اروپایي هېواد له کرونا ویروس سره په مبارزې اخته دی، هغه ویروس چې تراوسه یې هلته ۷۹ تنه مړه کړي دي. لس ورځې وړاندې ایټالیایي چارواکو ویلي و چې یوازې د هېواد شمالي سیمه کې ،چې کرونا ویروس په کې دي، ښونځي او پوهنتونونه بندوي، دې چارواکو یو شمېر په ګوتو شمېر ښارونه هم قرنطین کړي وو. په ایران کې هم د کرونا ویروس پيښې او له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر په چټکۍ سره لوړیږي. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: ترکیه له کډوالو سیاسي ګټه پورته کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې غړو د ترکیې هغه اقدام نامناسب بللی چې له کډوالو نه یې د دوی په ټکو، د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستی دی. په یوه خبرپاڼه کې چې د دغې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو وزیرانو تصویب کړې، راغلي چې د اروپایي ټولنې په پولو کې اوسنی وضعیت د منلو نه دی. پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی له کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار اخلي. انقرې له اروپایي ټولنې غوښتي چې دغه هېواد کې د سوریي کډوالو او د سوریې سره د مخامخ کېدنې له کبله ورسره مرسته زیاته کړي. اروپایي ټولنې... Читать дальше...

طالبانو ته د ناټو خبرداری: هغه وخت وځو چې تاوتریخوالی کم کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي، د دوی او امریکا ځواکونه به هغه وخت له افغانستانه ووځي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي. ینس سټولټنبرګ فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان سولې ته یوه اوږده او پیچلې لار مخکې ده. ده طالبانو ته خبرداری ورکړی، که له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه وکړي، بهرني ځواکونه به له افغانستانه ونه وځي. ده ویلي، وضعیت پیچلی دی او طالبان باید هغه ژمنې عملي کړي چې کړې یې دي. سټولټنبرګ فرانس پرس ته په ځانګړې مرکه کې ویلي: " مونږ باید د تاوتریخوالي کمښت ووینو."

د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې پر عمرې لګول شوی بندیز دوام کوي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د عمرې پر حج د لږول شوي بندیز موده وغځوله. د سعودي رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې بهرنیان او ان د سعودي خپله اوسېدونکي باید تر راتلونکي اعلانه د مکې معظمې او مدینې منورې زیارت ته ولاړ نه شي. سعودي عربستان کې د کرونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکول شوی او سعودي چارواکو ویلي، نوې پرېکړه وخت په وخت څارل کېږي او خلکو ته یې په اړه معلومات ورکول کېږي. سعودي چارواکو ویلي، دا احتمال شته چې دغه هېواد کې په کرونا ویروس اخته کسان دې ایران ته تللي وي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *