Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2020

Новости за 29.03.2020

کرنې او مالدارۍ وزارت: تر اوسه د میوه لرونکو بوټو ۴۰ زره باغونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د نیالګیو ایښودلو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه د میوو ۴۰ زره باغونه جوړ شوي دي. دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل،چې دغه باغونه په ګرمو سیمو کې جوړ شوي چې د بېلابېلو میوو نیالګي په کې شامل دي. نوموړي وویل، چې په سړو سیمو کې د باغونو جوړول روان دي او په روان کال کې به نږدې ۱۰۰ زره باغونه جوړ شي. د نیالګیو ایښودلو کمپاین یوه میاشت وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د میوه لرونکو نویو باغونو په... Читать дальше...

مياخېل: کورونا فنډ کې تر اوسه يو لک ډالر جمع شوي دي

Mashaalradio.com 

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره د تورخم لار لا هم له دواړو خواوو بنده ده. د والي مياخېل سره زموږ همکار، بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې د هغه فنډ په اړه پوښتنه کړې چې د غریبو کورنيوو سره د مرستې لپاره یې جوړ کړی دی.

نیویارک ټایمز: د زندانیانو له خوشې کېدو سره به د سولې درېدلی بهیر بېرته روان شي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پرون په کندز، فاریاب او بدخشان کې بریدونه وکړل او تر ټولو سخت بریدیې د بدخشان پر یمګان ولسوالي وکړ چې د دې ولسوالي لویه برخه‌یې لاندې کړه. د ورځپاڼې د خبر له‌مخې وسله‌والو د بدخشان په جرم ولسوالي کې هم افغان ځواکونو ته درانه تلفات اړولې دي.

د چین په ووهان ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

د چین په ووهان ښار کې چې د کرونا ویروس اصلي ټاټوبی بلل کېږي، ژوند د عادي کېدو په حال کې دی. دې ښار تقریباً دوه میاشتې تر قرنطین لاندې تېرې کړې، خو په نوره نړۍ کې خلک له دې ویروسه کړېږي. په ووهان کې پرون د مارچ په ۲۸مه، ټرانسپورتي خدمات بېرته پېل شوي او سرحدونه‌یې هم پرانیستل شوي دي. په چين کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۳۲۹۹ تنه مړه شوي چې ۳۱۷۷ زره‌یې په هوبې ولایت کې وو. د چین حکومت په هوبې کې سخت بندیزونه لګولي و، سرحدونه تړلي او ټول ټرانسپورتي خدمات په ټپه درېدلي وو. خو د چین د حکومت... Читать дальше...

د روسیې روسنفټ شرکت په ونزوئلا کې حپله پانګه پلوري

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د تېلو تر ټولو ستر شرکت روسنفټ اعلان وکړ چې په ونزوئلا کې خپل فعالیت بندوي او خپله ټوله پانګه پر یوه شرکت چې د روسیې حکومت‌یې خاوند دی، خرڅوي. روسانفټ پرون د مارچ په ۲۸مه، وویل چې له یوه شرکت سره چې سل په سلو کې په حکومت پورې تړاو لري، موافقې ته رسېدلي دي، ټول خپله برخه‌یې پرې خرڅه کړې او په ونزوئلا کې خپل فعالیت بندوي. د روسیې حکومت په ونزوئلا کې د نیکولاس مادورو د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړی او دې تازه اقدام ته په دې سترګه کتل کېږي چې ښايي د امریکا له بندیزونو د روسنفټ د ژغورلو لپاره شوی وي. Читать дальше...

کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې پر تګ راتګ د بندیز د سختولو اعلان وکړ.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې له نن (یکشنبه د مارچ ۲۹مه) څخه به پولیس د کابل په ښار کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز په ډېر شدت عملي کوي. طارق ارین بېګا دا خبر پر ټویټر خپور کړ. ارین لیکلي چې د دې بندیز د څارنې لپاره پولیس په ښار کې ګومارل شوي دي.  د کابل ښاریان یوازې د ډېرو ضروري کارونو د ترسره کولو لکه ډاکتر ته تګ، د امنیتي ستونزې په حالت کې له کوره د وتلو او له بل چا سره د مرستې لپاره له کورونو وتلئ شي. Читать дальше...

له هند نږدې ۲۵۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستنېږي

Pa.azadiradio.com 

له هنده د نږدې ۲۵۰۰ افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده. هند کې د افغانستان سفارت شارژدافیر پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې هغه افغانان به چې د پروازونو د لغو کېدو له امله هلته پاتې وو، په څو پروازونو کې افغانستان ته ولېږدول شي. د هند حکومت تېره اوونۍ کام‌ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړه چې په پنځو پروازونو کې افغان مسافر له هنده کابل ته ولېږدوي. کام‌ایر شرکت ویلي چې له نوې ډېلي کابل ته د ستنېدو لپاره د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره ټاکل شوې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د... Читать дальше...

پکتیا کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه زخمیان دي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې پرون د مارچ په ۲۸مه، د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه زخمیان شوي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په ګردېز کې شوې ده. عبدالله حسرت زیاته کره: "د ګردېز ښار د ابراهیم‌خېلو په کلي کې د دښمن د ماین په چاودنه کې یو ۶ کلن ماشوم شهید او یو ۸ کلن او بل ۴ کلن ماشوم زخمي شوی دی." حسرت ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو د احمدابا په ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د کرکټ د لوبې په وخت ویشتی او وژلی دی. د پکتیا د والي ویاند همداراز ویلي چې د روحاني بابا په... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *