Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 09.04.2020

ملي امنیت شورا: د طالبانو ۱۰۰ نور زندانیان به نن ازاد شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي چې نن به هم ۱۰۰ نور طالب بندیان ازاد شي. د دې شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل: "د جمهور رئيس غني د لومړۍ ګڼې فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بګرام له زندان څخه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي." پرون هم ۱۰۰ طالب بندیان د حکومت له‌خوا خوشې شوي وو. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل زیاتوي چې د پرونیو ازادو شویو بندیانو له ډلې ځيني خپل کورونو ته هم رسېدلي دي. خو طالبان د خوشې شویو او خوشې کېدونکو بندیانو... Читать дальше...

کالاشۍ هنرمنده اریانا مسلمانه شوه

Mashaalradio.com 

د اریانې یوې خپلوانې د اپرېل پر نهمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مسلمانېدو پر مهال اریانا په اسلام اباد کې وه.

'میدان وردګ کې هوايي حملې د طالبانو نومول شوی والي وژلی'

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې هلته په یوه هوايي برید کې د طالبانو نومول شوی والي او څلور نور وسله‌وال کسان وژل شوي دي. په دې اړه د میدان وردګ ولایت له مقامه ازادي راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو نومول شوی والي ملا ولي جان مشهور په حمزه او څلور نور کسان‌یې تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ پټان‌خېلو کلي کې د وسله‌والو مخالفینو پر یوه قرارګاه په هوايي برید کې وژل شوي او اته تنه نور وسله‌وال ټپیان دي. د میدان وردګ ولایت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه بريد کې د وسله‌والو... Читать дальше...

کندهار، غزني او پکتیا کې د کرونا ۱۴ نوې پېښې تأیید شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو ولایتونو له هغې ډلې کندهار، غزني او پکتیا کې د کرونا ویروس ۱۴ نویو پېښو تأیید شوی دی. د کندهار د عامې روغتیا رئیس محمد اشرف نادري ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۹ مثبت پېښې ثبت شوي چې په دې سره کندهار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته ورسېد. د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهر شاه نېکمل هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په غزني کې یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې. د هغه په خبره له دې سره په غزني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږو ته ورسېد. Читать дальше...

پر بګرام هوايي ډګر ۵ راکټونه توغول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار د بګرام هوايي ډګر په لور ۵ راکټونه توغول شوي وو. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد هارون مبارز ازادي راډيو ته وویل چې دا راکټونه له جان قدم کلي د هوايي ډګر په لور فیر شوي. د هغه په خبره دوه راکټونه په هوايي ډګر لګېدلي چې مالي زیان‌یې اړولی، خو څوک‌یې نه‌دي ژوبل کړي. درې نور راکټونه د بګرام هوايي ډګر دېوال ته نږدې لګېدلي دي. د دې راکټي بریدونو مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه په خپل ټویټر لیکلي چې په بګرام هوايي ډګر توغندیز برید دوی نه‌دی کړی. Читать дальше...

د طالبانو-امریکا تړون کې د بشري حقونو نه‌یادېدو په اړه اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیره سیما سمر وايي د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو په تړون کې د بشري حقونو د نه‌یادېدو په اړه اندېښمنه ده. دا تړون د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی و. اغلې سمر پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه د یوې ښځې او د دې هېواد د یوې اوسېدونکې په صفت سخته اندېښمنه یم چې د متحده ایالاتو او طالبانو په موافقتنامه کې د بشري حقونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په اړه یوه کلمه هم نه‌ده ویل شوې." له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې مشرې کارولین بي. Читать дальше...

پکتیا کې د قرنطین له امله هټیو ته هم د خرڅلاو اجازه نه‌ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر وایي چې دې ولایت کې د قرنطیني مقرراتو له امله د خوراکي موادو هټیو ته هم د خرڅلاو اجازه نه‌ورکول کېږي. نصیر عالم‌یار نن ازادي راډیو ته وویل چې دا کار د دې لامل شوی چې خلک له جدي ستونزو سره مخ او بیې هم لوړې شوې دي. هغه وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ، درملتونونه، مېوه، سبزي او خوراکي مواد دا درې برخې باید پرانیستې وي. هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې د دغه حکم خلاف کار شوی او د خوراکي او لومړنیو توکو خرڅوونکو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکول کېږي. هغه اندېښمن... Читать дальше...

د چمن او تورخم لارو خلاصېدل د افغانستان په بازار مستقیم اغېز لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي په اوونۍ کې درې ورځې د بار وړونکو افغان موټرو پر وړاندې د چمن او تورخم لارو خلاصېدل د افغانستان په بازار مستقیم اغېز لري. د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسنیو شرایطو کې د داسې ګام اخیستل کولای شي چې د وارداتي موادو په انتقال او بازار کې د موادو د بیو په کنټرول کې مرسته وکړي. له دې وړاندې د تورخم او چمن لارو تړل کېدلو له امله د افغان سوداګرو د سوداګریز مالونو نږدې ۱۰ زره کانټینره په هغه هېواد کې بند پاتې و، د ښاغلي نوید په وینا... Читать дальше...



د پښین ځوانان د کاکي په لوبه وخت تېروي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ټولبند (لاکډاون) دی چې له وجې یې له لویو ښارونو څخه خلک خپلو پلرنیو سیمو ته ستانه شوي. په کراچۍ کې کارکوونکي ځوانان چې اوس په پښین کې اوسي وايي، زړه یې تنګ شوی نو ځکه یې د تفرېح لپاره د کاکي لوبه پیل کړې. ورسره دوی خپلو کاروبارونو هم اندېښمن کړي او وايي، که تر ډېره تړلي ول، ښايي زښت تاوان وویني. نور په ویډیويي رپورټ کې.

سوریه په دغه هېواد کې د کیماوي وسلو پر استعمال ګرمه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د کیماوي وسلو پر استعمال د بندیز سازمان څېړونکي ټیم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خپل لومړنی راپور پرون چهارشنبه خپور کړ. په دغه راپور کې د سوریې حکومت ګرم بلل شوی چې د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې‌یې په مرکزي ښارګوټي اللطامنة د کلورین او سارین ګازو بمونه استعمال کړي دي. تر دې مخکې دې سازمان یوازې ویلي و چې په سوریه کې په بریدونو کې کیمیاوي وسلې استعمال شوي، خو په زغرده‌یې کوم لوری نه‌و تورن کړی. دغه څېړونکي ټیم ویلي چې په دې اړه چې په سیمه کې به د سوریې د هوایي ځواکونو افرادو دغه زهرجن... Читать дальше...

ازبکستان کې د شکنجې دوام په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټه چې په ازبکستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړي، د دې هېواد په توقیف ځایونو کې د شکنجې د دوام او د اساسي ازادیو د محدودیت په اړه اندېښنه څرګندوي. دغې کمېټې په خپل څېړنیز راپور کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپور کړی دا موندلې چې تر اوسه ډېر هغه اصلاحات چې د بشري حقونو په برخه کې‌یې ژمنه شوې، نه‌دي عملي شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې څېړنه ښیي ازبکستان چې د بشري حقونو خورا بده سابقه لري، تر ډېره مستبد بلل کېږي. دا له کله چې ولسمشر شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې واک... Читать дальше...

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې اوربند اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران‌پلوه شیعه حوثیانو په وړاندې جنګېږي، نن اوربند اعلان کړ. دغه اوربند چې له نن غرمې څخه عملي کېږي، په دې هېواد کې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو په ملاتړ شوی دی. د دغه ائتلاف ویاند ډګروال ترکي ال‌مالکي پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې دغه اوربند به دوه اوونۍ دوام وکړي، خو ښایي اوږد هم شي. هغه همدارز وویل چې دغه اوربند ځکه اعلانوي چې په یمن کې د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د سالنګ لویه لاره بند شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لاره له غره د ډبرو د رالوېدو له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې رئیس محمد ضمیر عمرخېل نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره نیمه شپه د هیجان په سیمه کې ډبرې راوښویېدې چې په نتیجه کې‌یې دوه موټره ویجاړ او یو موټر چلوونکی ټپي شو. ښاغلي عمرخېل ویلي چې د واورو د اورېدو دوام او توپانونو ته په پام د دې خطر شته چې نورې ډبرې هم له غره راوښوېږي، نو ځکه‌یې د مسافرو د خوندیتوب لپاره دغه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. هغه همداراز ویلي چې له لارې د ډبرو د لیرې... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې هېوادونو ترمنځ د سفر د بندیز هڅې

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې اجرایي برخې، اروپایي کمېسیون د دې ټولنې پر غړو غږ کړی چې لږترلږه د مې تر ۱۵مې د هغو هېوادو ترمنځ چې یو بل ته له پاسپورټ پرته د سفر جواز لري، پر تګ راتګ بندیز وساتي، څو د کرونا ویروس خپرېدل ورو کړي. د اروپایي کمېسیون مرستیال مشر مارګریتیس شیناس د اپرېل پر اتمه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي د اروپایې ټولنې ټولو غړو هېوادونو په بریالیتوب سره له یو بل څخه د فاصلې ساتلو اقدامات مراعات کړي دي څو د ویروس د خورېدو امکان کم شي. هغه زیاته کړه د اروپایې ټولنې له بهرنیو پولو څخه دې اتحادیې... Читать дальше...

برني سندرز د ولسمشرۍ انتخاباتو ډګر جوبایډن ته پرېښود

Pa.azadiradio.com 

امریکایي سناتور برني سندرز د خپلې ولسمشرۍ لپاره کمپاین وځنډاوه او خپل سیال جوبایډن ته‌یې لار هواره کړه چې د ‌ډیموکرات ګوند له‌خوا نوماند او د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ولسمشرۍ انتخاباتو کې سیالي وکړي. ۷۸ کلن سناتور سندرز په یوه وېډیویي پیغام کې د دې پرېکړې په اړه پرون خبرې کړې دي. سندرز جوبایډن یو نېک کس بللی او ژمنه‌یې وکړه چې د هغه ترڅنګ به ودرېږي څو د روان کال په وروستیو کې ډونالد ټرمب ته ماته ورکړي. د امریکا ولسمشرۍ انتخابات د روان کال په نومبر میاشت کې کېږي. دا دوهم ځل دی چې برني سندرز له خپلې نوماندۍ تېرېږي. Читать дальше...

مصر د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي

Pa.azadiradio.com 

مصر د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هغه هېواد کې د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي. د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي پرون خبریالانو ته وویل چې دا ګرځ‌بندیز به د ماښام له اتو بجو د سهار تر شپږو بجو نافذ وي. ښوونځي، پوهنتونونه، رستورانتونه او کافې به هم تړلې وي، د مصر حکومت د اپرېل میاشتې تر پایه هوایي ټرانسپورت او نور ټول سیاحتي او مذهبي ځایونه د تګ راتګ لپاره تړلي دي. د مصر صدراعظم زیاته کړه چې د دې بندیز سرغړونکي به په څلور زره مصري پونډه چې د ۲۵۰ ډالرو معادل کېږي نغدي جریمه او حتی د حبس سزا به ورکړل شي. Читать дальше...

د تورخم او سپین بولدک دروازې د تجارتي لاریو پر مخ پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانټینرونو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې پرانیزي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي تېر ماښام پر ټویټر لیکلي چې دغه لارۍ به د اپرېل له ۱۰مې او په اوونۍ کې درې ورځې (دوشنیه، چهارشنبه او جمعه) افغانستان ته ولاړې شي. په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپل ټویټرپاڼه د دې پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي‌یې دي دا ډول همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه کولو لپاره له ګډو هڅو سره مرسته کوي. په... Читать дальше...

د افغانستان کورنیو چارو وزارت پر پلي ګرځېدونکو محدودیت ډېروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت سر له نن پنجشنبه څخه په کابل ښار کې پر پلي ګرځېدونکو کسانو محدودیتونه او پوښتنې ډېروي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده. ښاغلي اندرابي لیکلي چې په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو تدابیر ډېر وو. نوموړي په دې برخه کې د خلکو او هم د امنیتي ځواکونو له همکارۍ څخه مننه کړې ده. د کورنیو چارو سرپرست وزیر لیکلي سر له نن څخه به پلي ګرځېدونکي کسان وپوښتل شي. ښاغلي اندرابي پرون په کابل کې وویل چې ۱۶۰۰ افراد او ۴۰۰ موټر... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *