چارواکي: تالقانو ښار قرنطین شو
د تخار ولایت مرکز تالقان نن د شنبې په ورځ له یوه سره قرنطین شو. د تخار د ښاروالۍ امر سیدال پیرزاده ازادي راډیو ته وویل، دا ګام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پورته شوی دی. په تخار کې تر اوسه کرونا ۴ کسان نیولي او دوه یې مړه کړي دي. چارواکو دغه ښار کې سړکونو او کوڅو باندې د ویروس ضد دوا هم شیندلې ده.