چارواکي: کندهار کې ۳۱ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
په کندهار کې په څو امنیتي پېښو کې ۳۱ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن چهارشنبه رسنیو ته وویل چې لومړۍ پېښه د ژړۍ ولسوالۍ په میرازار کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو تر حملې وروسته د وسلهوالو نښته وه. هغه زیاته کړه: "۱۲ وسلهوال وژل شوي او ۷ نور یې مرګوني ټپیان دي. په خواشینۍ چې په همدې حمله کې زموږ یو سرتېری شهید شوی او ۳ نور برسېرن ټپیان شوي دي." ښاغلی بارکزی وايي وسلهوالو په میانشین ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر پوستو حمله کړې چې له... Читать дальше...