Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 15.06.2020

لندن کې سلګونه افغانانو د ایران پر ضد لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په لندن کې سلګونه افغانانو د ایران په ضد لاریون وکړ او له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو زورزیاتی یې وغانده. لاریون کوونکو د ایران سفارت مخې ته "مرګ پر ایران" د افغانانو وژنه بس کړی او مونږ عدالت غواړو شعارونه ورکول. په لندن کې میشت افغان خبریال میروس افغان ازادي راډیو ته وویل چې پروني لاریونونو ته د لندن له شااوخوا ښارونو هم افغانان ورغلي وو. هغه زیاته کړه: "دوی دا غوښتنه لرله چې ایران دې نور پر افغانانو ظلمونه بس کړي، دوی ویل د هغو افغانانو پوښتنه باید وشي چې ایران شهیدان کړي او یا یې هم... Читать дальше...

نایجریا کې توند لارو څه باندې ۴۰ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د نایجریا په شمال ختیځ کې د توند لارو په دوو بریدونو کې څه باندې ۴۰ تنه ووژل شول. د توند لارو ملیشو په ضد د یوې ډلې غړو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا پېښې د بورنیو ایالت په دوو بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي دي. د نایجریا پوځ پرون وویل، د دغو بریدونو تر شا د بوکو حرام وسله والې ډلې لاس دی، هغه ډله چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د لویدیځې افریقا یوه څانګه بلل کېږي. پوځ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. بریدونه د نګانزای او مونګونو په نوم سیمو کې شوي دي. مونګونو کې د پوځ یوه لویه اډه پرته ده. Читать дальше...

امریکا کې د یوه بل تور پوستي د وژنې په غبرګون د لاریونونو نوې څپه

Pa.azadiradio.com 

په اتلانتا کې د ریشارد بروکس په نوم د هغه تورپوستي په اړه چې درې ورځې مخکې د پولیسو له خوا ووژل شو، د عدلي طب څېړنې ښیي چې نوموړی په ملا کې دوه ځلې په مرمیو لګېدلی دی. دې پېښې په متحدو ایالتونو کې د پولیسو د بې رحمیو پرضد نوي اعتراضونه راپارولي دي. د عدلي طب ادارې پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل، بروکس چې په ملا کې د مرمیو د لګېدو له امله یې داخلي ارګانونه زیانمن شوي او ډېره وینه یې له لاسه ورکړې وه، مړ شوی دی. عدلي طب د بروکس مړینه قتل بللی دی. د هغه مړینې هغه اعتراضونه بیا پارولي چې د مینا... Читать дальше...

جوزجان کې د بزګرو سلګونه هکټاره ولاړ غنم سوځېدلي

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د بزګرو سلګونه هکټاره ولاړ غنم سوځېدلي دي. د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان وایي، د غنمو دغو کروندو پرون هغه مهال اور واخیست چې شبرغان ښار اړونده سیمه کې یو باروړونکی موټر د برښنا له ستنې سره ټکر شو. ښاغلي وجدان ازادي راډیو ته ویلي، پېښه کې یو کس وژل شوی او دوی د اور مړه کولو لپاره اطفایې سیمې ته ور لېږلي. تېره اوونۍ هم د شبرغان دشت لیلي سیمه کې د خلکو د بې احتیاطۍ له کبله سلګونه هکټاره غنم وسوځېدل او د هغه ځای بزګرو ته‌یې دروند مالي زیان واړوه.

پوتین: د امریکا په پرتله روسیې د کرونا ویروس پر ضد ښه مبارزه کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دوی د امریکا په پرتله له کرونا سره ښه مبارزه کړې او هغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښې کمې دي. پوتین دغه څرګندونې پرون داسې مهال وکړې چې روسیه کې د کرونا ویروس د اصلي شمېرو په اړه ځینې پوښتنې مطرح شوې. روسیې تراوسه د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د شاوخوا ۷ زره کسانو مړینه تایید کړې، دا چې دغه هېواد کې څه باندې یو میلیون کسان په کرونا اخته دي، د مړینې رسمي شمېر یې له واقعیت نه لرې معلومېږي. د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر پرون یکشنبې پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا... Читать дальше...

افغان حکومت: د بین‌الافغاني خبرو لومړنۍ ناسته په دوحه کې کېږي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم له دې وړاندې داسې انګېرل کېده چې بین‌الافغاني خبرې به د جرمني یا ناروې په کوربه‌توب ترسره کېږي او دغو هېوادونو دې چارې ته چمتووالی هم ښودلی و، خو اوس چارواکي وایي، لومړنۍ ناسته دوحه کې کېږي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *