ناټو: طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو برخه کې خپله ژمنه پوره کړي
افغانستان ته د ناټو ملکي استازی وايي، طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د ټولو افغانانو په ګټه دې د سولې لاره خپله کړي. سټيفانو پونتې کوروو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د وېډيو کنفرانس له لارې په غونډه کې دا خبره وکړه. ښاغلي پونتې کوروو پر خپله ټويټرپاڼه د دې غونډې په اړه لیکلي، دا ډېره مهمه ده چې د بینالافغاني خبرو پر لور هڅې دوام وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه) په خپره کړې اعلامیه کې راغلي... Читать дальше...