Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 27.06.2020

امنیتي مسئولین: کابل کې بمي چاودنې ۲ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې نن سهار په یوه چاودنه کې دوه تنه ووژل شول. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامز ازادي راډیو ته وویل، د سهار په ۱۵ کمې ۸ بجې د پلچرخي په سیمه کې په یوه کورولا موټر کې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې یوه ښځه او یو نارینه ووژل شول. د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. د دې پېښې د انګېزې په اړه هم چارواکو څه نه دي ویلي.

د امریکا په الینوی کې ۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په الینوی ایالت کې د ډزو په پېښه کې ۲ کسان ووژل شول او یو ټپي شو. د پولیسو په وینا، د جمعې په ورځ د الینوی ایالت په مرکزي برخه کې په یوه ګودام کې یوه کارکوونکي پر خپلو همکارانو ډزې کړي. د سپرینګ فیلډ ښار د پولیسو مشر کیني وینسلو وویل چې د دوو کارکوونکو مړي پولیسو د ودانۍ د پلټنې پر مهال وموندل. یوه ښځه کارکوونکې د موټر په پارکېنګ کې په ټپي حالت کې موندل شوې چې روغتون ته یووړل شوه. د پولیسو په وینا ډزې کوونکی ۴۸ کلن مایکل کولین نومېږي او د ده مړی یې په موټر کې په ډزو ویشتل شوی موندلی دی.

د سکاټلنډ پولیس: پر ګلاسګاو هوټل برید تروریستي نه و

Pa.azadiradio.com 

د سکاټلنډ پولیسو د جمعې په ورځ یو مشکوک کس په ډزو وواژه چې په ګلاسګاو کې د پناه غوښتونکي لپاره په یوه هوټل کې يې د چړې په حمله کې شپږ کسان ټپيان کړل. په ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی. د سکاټلنډ د پولیسو په وینا دا پېښه تروریستي نه ګڼي او له خلکو یې وغوښتل چې د دې حملې د دلیل په اړه دې له انګېرنو ډډه وکړي. پنځه ټپیان ټول روغتون ته انتقال شوي دي. د بریتانیا حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر پناه غوښتونکي په پارک این هوټل کې اوسي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې تر یوه اوونۍ په لږ... Читать дальше...

روسیه او فرانسه د نړیوال کړکېچ مخنیوي لپاره همکاري زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ده فرانسوي سیال امانویل مکرون ژمنه کړې چې د نړیوال کړکېچ د مخنیوي لپاره به همکاري لا زیاته کړي. پوتین د جمعې په ورځ د جون په ۲۶مه وویل چې له مکرون سره د اوکراین بحران، سوریه او لیبیا او په بالکان سیمه کې د کړکېچ پر موضوعاتو خبرې وشوې. د ده په وینا په خبرو کې وویل شول چې د ګډ تهدید پر وړاندې باید ګډې هڅې وشي لکه د کرونا ویروس وبا، نړیوال تروریزم او اقلیمي بدلون. مکرون وویل چې په سیمه کې له بحرانه تجربه تر لاسه شوې چې په ټوله سیمه کې له لیزبونه نیولې تر ولادي... Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: پروان کې یو پولیس وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پروان یو پولیس د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی. د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ازادي راډيو ته وویل: "د پولیسو دا سرتېری پرون غرمه د کار پر لور روان وو چې حمله ورباندې وشوه." د دې په وینا په دې اړه څېړنې روانې دي. د دې پېښې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د افغانستان په ۱۵ زندانونو کې ۷۴ بندیان په کرونا ویروس اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د زندانونو چارو اداره وايي، اوسمهال په کرونا ویروس اخته ۷۴ بندیان د تجرید په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي. دا ناروغان د هېواد له ۳۸ زندانونو څخه په پنځلسو کې بستر شوي دي. د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په دې ناروغۍ اخته یو شمېر ناروغان چې جوړېږي، بېرته په زندان کې خپلې خونې ته وړل کېږي." په ټول هېواد کې له ۲۲ زره زندانیانو څخه ۷۴ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي. اوسمهال دا ټول زندانیان د روغتیايي ټیمونو تر پاملرنه لاندي د زندان د تجرید په روغتیايي مرکزونو کې بستر دي. Читать дальше...

د کابل ښار ۱۲ مه ناحیې اړوند یو سوداګریز مارکېټ کې اورې لګېدلی و

Pa.azadiradio.com 

د کابل د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکېټ کې د اورلګېدو په نتیجه کې ۲۵ دوکانونه یومخ سوځېدلي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ مسئولان وايي، اور تېره شپه ماسخوتن شاوخوا ۸ بجې د سلیم کاروان بلاکونو ته نږدې په مارکېټ کې ولګېد. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې د اطفایې عمله له پېښې وروسته ساحې ته ورسېده او اور یې مړ کړ. د نوموړي په وینا اور د برښنا د شارټۍ له کبله بل شو. په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي خو خلکو ته ډېر مالي تاوان اوښتی دی.

چارواکي: خوست کې ۴ ماشومان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې ۴ کوچنیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي رادیو ته وویل، وژل شوي - یوه نجلۍ او درې هلکان دي.  ټپيان په چټکۍ سره روغتون ته انتقال شول چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي. په شهیدانو کې درې هلکان او یوه نجلۍ شامل دي او په ټپیانو کې ۲ نجونې او یو هلک دی. د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډيو ته وویل، د وسله والو مخالفینو د هاوان مرمۍ د ملکي خلکو په کور د جمعې په ماسپښین ولګیده.  وسله والو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *