Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 05.09.2020

افغانستان کې زرګونه سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکاد نړیوالې پراختیا د مرستو ادارې یا 'یو اس اېډ' او د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې یولس زره سیلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې کړې دي. یو اس اېډ پرون د سېپټېمبر په ۴مه پر ټوېټر لیکلي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې یې د خوراکي موادو له نړیوال پروګرام سره یوځای سیلاب ځپلو افغانانو ته ضروري خوراکي مواد رسولي دي. په وروستیو کې سېلابونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې خلکوته زیات مالي او ځاني تاوان ورساوه. د افغانستان حکومت ویلي چې تر ټولو نورو سیمو په پروان کې خلکو ته ډېر تاوان رسېدلی دی.

افغان چارواکي: نن د تورخم دروازه پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي چې د تورخم دروازه به نن د سېپټېمبر ۵مه هغو افغانانو ته چې له پاکستانه راستنېږي، خلاصه وي. په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت استازي پرون پر فېسبوک لیکلي چې د تورخم لار به یوازې یوه ورځ پرانیستي وي. هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه لري. د تورخم لار په افغانستان او پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره وتړل شوه او کله ناکله په موقت ډول پرانیستل کېږي. تورخم ته نږدې، د افغانستان... Читать дальше...

بې سرپناه معتادین: موږ د نورو پاتې شوني خواړه خورو

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت وايي چې، معتادین د غیر صحي خوړو له امله په بېلا بېلو ناروغیو اخته او ځينې يې مړه کېږي. ډېری بې سرپناه او بېوزله معتادین د ښار د کوڅو او سړکونو پر ډېرانونو باندې په خوړو پسې ګرځي چې دا خواړه د دوی لپاره د نشه يي موادو غوندې خطرناک او آن دا چې د دوی د مړیني لامل ګرځي. د ابراهیم په نوم یو معتاد چې له چټلیو څخه بوتلونه او پلاستیکي شیان را ټولوي وايي چې، د نورو پاته شونو خوړو په ګڼو ناروغیو باندې اخته کړی دی. هغه زیاتوي: " څو ورځې مخکې مې د خلکو پاته شوني خواړه وخوړل، حالت مې... Читать дальше...

چارواکي: د کابل امنيتي ميثاق پروګرام د عملي کولو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۷۰ پلورونکي نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کورنيو چارو وزارت د کابل امنيتي ميثاق په نوم پروګرام له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ګټور او بريالی بولي. په کابل ښار کې پر امنیتي میثاق نږدې دوې میاشتې تېري شوي چې هدف یې په کابل کې د جرمونو او جنایتونو پر وړاندې د خلکو يو موټی کول او نشه يي موادو سره مبارزه ده. د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د امنیتي میثاق په چوکاټ کې پولیسو وکولای شول چې په دې ښار کې د خلکو په مرسته (۶۳) عملیات وکړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د دې عملیاتو په نتیجه کې د نشه يي... Читать дальше...

کندز، خوست او بغلان کې تر ۵۰ ليټره ډېر شراب او نور نشه يي مواد د خرڅولو پر مهال نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په درېيو ولايتونو کې تر پنځوس ليټره ډېر شراب او نور نشه يي مواد د خرڅولو پر مهال ونيول شول. د کندز ولایت امنیه قومندان هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، د سنبلې د میاشتې پر (۱۱) نېټه د کندز پولیسو بغلان ولایت ته د څلورو کیلوګرامو هیرویینو د قاچاقو مخه ونیوله. هغه زیاته کړه، دا کسان په دوو جلا جلا پېښو کې پولیسو په دې تور نیولي چې د کندز ښار په اړونده سیمو کې یې نشه يي مواد قاچاق کول او نشه يي ګولۍ یې خرڅولې. دوی اوس له پولیسو سره بنديان دي. په دوهمه پېښه کې د خوست ولایت پولیسو (۲۴) کیلوګرامه... Читать дальше...

زابل پولیسو د څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت پولیسو د څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله. د زابل ولایت پولیسو (۱۵) کیلوګرامه هیرویین، (۲۵) کیلوګرامه ښیښه او څه د پاسه (۱۹) لېټره تیزاب نیولي چې د خوراکي شیانو په کڅوړو کې پټ ايښودل شوي وو. د زابل ولایت امنیه قومندان حکمت الله کوچي رسنيو ته ویلي، په پام کې وه دا نشه يي مواد له زابل ولایت څخه کابل ته قاچاق شي چې په کلات ښار کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول. د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

نیمروز کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي مواد سوځول شوي

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې زرګونه کیلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول. د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو نږدې لس زره کیلوګرامه هغه نشه يي مواد وسوځول چې د تېر یوه کال په بهير کې یې نیولي وو. د نیمروز ولایت امنیه قومندان عبدالوهاب بالاکرزي رسنیو ته وویل:، په سوځول شویو موادو کې هیرویین، ښیښه، چرس، خاشخاش، بنګې او کېمیاوي مواد شامل ول چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېدل. د یادونې وړ ده چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۱۷۳) کسان هم نیول شوي او د عدلي او قضايي مرکز له خوا په جزاء باندې محکوم شوي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *