Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 09.09.2020

د کندز پولیسو د ۳ ماشومانو د قاچاق مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د کندز پولیس د درېیو ماشومانو د قاچاق مخه نیولې ده. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دغه ماشومان پاکستان ته انتقالېدل. هغه زیاته کړه: "دا درې ماشومان چې شااوخوا ۹-۱۰ کاله عمرونه لري، د ناپېژانده کسانو له‌خوا پاکستان ته قاچاق کېدل چې له نېکه مرغه د پولیسو له‌خوا یې مخه ونیول شوه." ښاغلی اکبري وایې په دې تړاو یې تر اوسه څوک نه‌دي نیولي، خو زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي. دا پېښه پرون شوې ده. د کندز د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي دغو ماشومانو د... Читать дальше...

کابل: د امرالله صالح پر کاروان چادونې ۱۰ تنه وژلي ۱۵ ژوبل

Mashaalradio.com 

خو خپله د ولسمشر ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ویډیو پیغام کې ویلي چې د کابل په نننۍ چاودنه کې یې لاس او مخ ژوبل شوي دي. نوموړی زیاتوي نن چې له کوم حالت سره دی مخامخ شوی، افغان امنیتي ځواکونه هره شېبه د خپلو خلکو او ارزښتونو په دفاع کې تر داسې ازمویښت تېرېږي.

امرالله صالح په نننۍ چاودنه کې ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې د نننۍ چاودنې له امله‌یې لاس او مخ ژوبل شوي دي.   ښاغلی صالح زیاتوي، یو شمېر ساتونکي یې ټپیان شوي او له هغو خلکو بخښنه غواړي چې د چاودنې سیمه کې ورته زیان اوښتی. د هغه په وینا: "زما د موټرونو پر کاروان چاودنه وشوه، زما یو شمېر زړور ساتونکي ټپیان شوي او د امنیت روغتون ته لېږدول شوي دي، ماته او زما زوی چې ترڅنګ مې و زیان نه‌دی رسېدلی، یوازې برسېرن ټپیان یو، خو له هغو ټولو وطنوالو چې زموږ له امله ورته هغه مسیر کې مالي... Читать дальше...

هشت صبح: د سولې خبرو کې ځنډ، ستونزه چېرې ده؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره په خپلو خپرو کړو موضوعاتو کې سولې او جګړې ته اشاره کړې. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې "د سولې خبرو کې ځنډ، ستونزه چېرې ده؟" تر عنوان لاندې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په فبروري میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو اوس له دې نېټې نږدې شپږ میاشتې تېرېږي، خو د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې لا هم نه‌دي پیل شوي. ورځپاڼه لیکي، لومړی د دې خبرو د پیل پر وړاندې اصلي خنډ د طالب زندانیانو ازادي بلل کېده، خو حکومت د لویې مشورتي جرګې له رابللو وروسته،... Читать дальше...

د فېروزې غمي کارول له څه وخت راپه دې خوا دود شو؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام د فېروزې غمي تاریخچې ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛ د فېروزې غمي کارول له څه وخت راپه دې خوا دود شو؟ او څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

'پروان کې د غیر مسؤله وسله‌والو د ۱۵ کسيزې ډلې مشر نیول شوی'

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې امنیتي چارواکي وايي چې د غیر مسؤله وسله‌والو د ۱۵ کسيزې ډلې مشر نیول شوی دی. د پروان د سیدخېلو د ولسوالۍ ولسوال، لمر عثمانیار پرون (د وږې په ۱۸مه) د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو دا ډله له ډېرې مودې راهیسې پولیسو څارله. لمر عثمانیار وویل چې دې ډلې په سیدخېلو او جبل‌السراج ولسوالیو کې خرابکاري کوله. هغوی د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوي دي.

شاهین قول اردو: بلخ کې ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي. دا خبر پرون (د وږې په ۱۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې خپور شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله‌والو طالبانو د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د ملي اردو پر ځواکونو د حملې پلان درلود. وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي. سره له دې چې په کابل او دوحه کې د سولې د خبرو د پيل د هڅو خبرې کېږي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې شدت نه‌دی کم شوی. اروپايي ټولنې او کاناډا په وروستیو کې له... Читать дальше...

د امو نهنګان-بند امیر ښامارانو او مس عینک-سپین غر زمریانو سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن (د وږې ۱۹مه) د سهار په نهه نیمو بجو 'د امو نهنګان' د 'بند امیر ښامارانو' او د ماسپښین په یوه نیمه بجه د مس عینک اتلان د 'سپین غر زمریانو' سره مخامخ شي. په کابل کې د شپږیزي لیګ د اووم دور سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې. د دې لړۍ پای‌لوبه د سپټمبر په ۱۶مه ده. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نجیب تره‌کي روغتیايي وضعیت ښه دی. تره‌کی د شپږیزه لیګ په پرونۍ سیالۍ کې د ډګر ساتنې په وخت کې سخت ټپي شو. کرکټ بورډ پر فېس‌بوک په دې لنډ یادداشت کې نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې نجیب تره‌کی به ژر لوبو ته ستون شي.



د سواد نړیواله ورځ؛ نجونې ولې له زده کړو پاتې دي؟

Pa.azadiradio.com 

د سواد نړیواله ورځ؛ نجونې ولې له زده کړو پاتې دي؟ د بشري حقونو نړیوال قانون له مخې هر انسان د وړیا، الزامي، او له توپیري چلنده پرته د ابتدايي زده کړو حق لري. خو د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لیک لوست کچه په کې تر ټولو ټيټه ده. د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د ټولو وګړو د لیک لوست کچه سږ کال ۴۸ فیصده ته رسېدلې. د یونیسکو د احصايې ادارې د روان کال په لومړیو کې ویلي چې په ټولو لوستو افغانانو کې د نارینه وو د لیک لوست کچه ۵۵... Читать дальше...

د لاهور ابتدایه محکمې یو عیسوي په مرګ محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د لاهور ابتدایه محکمې پرون د سېپټېمبر په ۸مه یو عیسوي سړی له کفره د ډکو پيغامونو د استولو په جرم په مرګ محکوم کړ. محکومت پرویز اصف نومېږي او ۳۷ کلن دی. د هغه د محاکمې بهیر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پيل شوی و. پر پرویز د هغې کارخانې مدیر تور پورې کړی و چې د اسلام د پیغمبر په اړه یې له سپکاوي ډک پیغامونه يې ور استولي وو. د پرویز مدافع وکیل ویلي چې د لاهور د محکمې د حکم په وړاندې به استېناف وغواړي. هغه ویلي چې پرویز ځان بې ګناه ګڼي او تورونه یې رد کړي دي. پرویز اصف ویلي چې مدیر یې هغه د اسلام... Читать дальше...

ملګري ملتونه نن له بریدونو د پوهنې د خوندیتوب ورځ نمانځي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه نن د سېپټېمبر په ۹مه له بریدونو د پوهنې د خوندیتوب ورځ نمانځي. دا اول وار دی چې دا ورځ نمانځل کېږي. د امنیت شورا غواړي چې په دې ډول په هغو هېوادونو کې چې وسله وال کړکېچ او جګړه روانه ده د پوهې د زده کړې د ځایونو امنیت ته د نړیوالو د پام واړوي او د امنیت د تامين لپاره هڅې زیاتې کړي. د ملګروملتونو عمومي اسامبلې پرون په جګړې ځپلو هېوادونو کې پر تعلیمي سیسټم بریدونه او له ښوونځیو د مورچو او پوځي اډو په توګه کار اخیستل وغندل. د سازمان غړو وویل چې دا کارونه په ځانګړي ډول د ښځو اونجونو لپاره پر تعلیمي امکاناتو بد اغېز کوي. Читать дальше...

روسیه د کرونا ویروس پر ضد جوړ کړی واکسین ویشي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د روغتیا وزارت پرون د سېپټېمبر په ۸مه وویل چې د کرونا ویروس پر ضد جوړ کړی واکسین په خلکو باندې ویش ته تیار شوی دی. روسیې د کرونا ویروس پر ضد د سپوټنیک په نوم واکسین جوړ کړی او ادعا کوي چې د دې ویروس پر ضداغېزمن تمام شوی دی. خو ډېر ساینس پوهان اندېښنه لري او وایي چې روسیې د دې واکسین د مصئونیت او اغېز په اړه د ازموینې ټول پړاونه نه دي بشپړ کړي. د رپوټونو پر اساس، په روسیه کې تر یو میلیون زیات کسان په کرونا ویروس  اخته شوي او تر اتلس زره زیات وګړي په دې ناروغۍ مړه شوي دي. روسي چارواکو... Читать дальше...

افغان حکومت: طالبان د نورې پلمې نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

حکومت طالبانو ته وايي نورې پلمې مه‌کوئ! د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان دې پلمې بندې او له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون (د وږې ۱۸مه) په یوه لنډ پيغام کې ازادي راډيو ته لیکلي: "ټول (طالبان) خوشې شوي دي او طالبان باید نورې بهانې جوړې نه‌کړي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي." جاوېد فیصل دا پیغام په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک د یوه ټویټ په اړه له ازادي راډیو سره شریک کړ. نعیم وردک پرون پر ټویټر ولیکل... Читать дальше...

ترکیه کې ایرانۍ فعاله 'مریم شریعتمداري' خوشې شوه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې پر ښځو د حجاب د اجبار مخالفه فعاله، مریم شریعتمداري پرون د سېپټېمبر په ۸مه په ترکیه کې تر څو ساعتونو بند وروسته خوشې شوه. هغه په ترکیه کې اوسېږي. شریعتمداري د سېپټېمبر په اومه پر انسټاګرام په یوه پیغام کې لیکلي و چې د ترکیې په د نزلي ښار کې پولیسو نیولې ده. کله چې شریعمداري ونیول شوه، ډېرو کسانواندېښنه درلوده چې ښايي د ترکیې حکومت هغه ایران ته واستوي. مریم شریعتمداري پر انسټاګرام په پیغام کې ویلي و: "پولیس هېڅ دلیل نه لري، زما نوم په سیسټم کې شته خو هغوي یې نه ګوري، څو تنه یې... Читать дальше...

له حملو د ښوونې او روزنې خوندیتوب ورځ؛ 'میلیونونه افغان ماشومان له زده‌کړو پاتي'

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر نهمه، له حملو نه د ښوونې او روزنې د خوندیتوب نړیواله ورځ ده. په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان د اعلامیې مقصد، د نړۍ په ۳۵ بحران‌ځپلو هېوادونو کې له ۳ کلونو نه تر ۱۸ کلونو پورې د ۷۵ میلیونه ماشومانو ژوند ته پام اړول دي چې د ښوونې او روزنې ملاتړ یې اړین دی. دغه ورځ افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري ځکه په دې هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله، میلیونونه ماشومان د ښوونې او روزنې له ښېګڼو بې‌برخې دي.  د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ناامنیو او جګړو له امله د هېواد څه باندې ۳.۷ میلیونه ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *