Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 28.09.2020

پېښور کې د معذوره لوبغاړو کلنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د معذورانو لپاره د لوبو درې ورځنۍ مېله د سېپټېمبر پر ۲۷مه پای ته رسېدلې. منتظمان وايي، په سیالیو کې تر ۷۵۰ زیاتو معذوره لوبغاړو ګډون وکړ. لوبغاړي وايي، په قیوم سټېډییم کې یې له لوبو خوند واخیست. نور په ویډیويي رپورټ کې.

افغانستان د اذربایجان او ارمنستان د روانې شخړې په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانې وسله‌والې شخړې باندې اندېښنه ښودلې او د خلکو په وژنه‌یې خواشینې څرګنده کړې. د جنوبي قفقاز دغو دواړو هېوادونو پرون یو ځل بیا د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر خونړۍ شخړه وکړه او دواړو لورو ته تر ۲۳ پورې عسکر او ملکیان ووژل شول. نګورنو قره‌باغ سیمه د اذربایجان د خاورې په توګه نړیوالو په رسمیت پېژندلې، خو له کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې ده. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغې سیمه کې د بیا اوربند او د لانجې د سیاسي حل غوښتونکي دي.

اذربایجان او ارمنستان د نګورنو قره‌باغ پر سر نن هم جګړې ته تیاری نیولی

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان او ارمنستان د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر نن د دوهمې ورځې لپاره هم جګړې ته تیاری نیولی دی. د جنوبي قفقاز د دغو هېوادونو ترمنځ وسله‌واله شخړه پرون پيل شوه چې د تېرو څلورو کلونو ورته جګړو په پرتله خونړۍ وه. په پرونۍ نښته کې ۲۳ عسکر او ملکیان ووژل شول او دواړو لورو دغې سیمې ته نږدې هليکوپټرې، بې‌پیلوټه الوتکې او ټانګونه لېږلي دي. پر دې شخړې د سیمې هېوادونو له هغې ډلې روسیې او ترکیې غبرګون ښودلی او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه‌یې کړې ده. دا مهال دواړو هېوادونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی دی.

عبدالله عبدالله اسلام‌اباد ته ورسېد 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته ورسېد. په دغه سفر کې د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی او یو شمېر نور افغان چارواکي د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي. داوودزي له سفره مخکې د حامد کرزي هوايي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل چې د سفر مثبتو پایلو ته هیله‌من دی. هغه زیاته کړه: "د پخوا په نسبت وضعیت بدل شوی دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې دوه اړخونه چې افغانان دي، دوحه کې مخامخ خبرو ته ناست دي، پاکستان هم هر ډول... Читать дальше...

د دولت او طالبانو د خبرو اختلافي ټکي؛ 'د امریکا-طالبانو تړون او حنفي فقه'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي مولوی عطاالله لودین په یوه مرکه کې په قطر کې د روانو بین‌الافغاني خبرو د دوو اختلافي ټکو په اړه خبرې کړي. یوه لانجمنه مسئله د خبرو اساس دی چې طالبان وايي، باید د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه وي. د دولت د مرکچي پلاوي غړي په خپله نوې مرکه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو څانګې رسنیو ته استولې وايي، د امریکا او طالبانو په موافقه کې افغان دولت حاضر نه‌و، نو ځکه دوی وړاندیز کړی چې د سولې د مشورتي لویې جرګې... Читать дальше...

هېواد: د سولې لپاره مذاکرات بايد د ملي او روا ګټو پر بنسټ راټول شي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سفر او د سولې په خبرو کې د ځنډ موضوع را اخیستې ده. مسیر مسیر ورځپاڼې په دوحه کې روانو اختلافونو، لاملونو او ممکنه حل‌لارو باندې بحث کړی. وړاندې د یو شمېر طالب استازو خبرو ته اشاره شوې لیکل شوي چې اوس اختلاف روښانه او په دوو مسایلو کې دی. لومړنی اختلاف دا په ګوته شوی چې طالبان غواړي د بین‌الافغاني خبرو اساس له امریکا سره د طالبانو توافق وي، خو حکومت‌یې نه‌مني او وايي چې دوی هم له امریکا سره ګډه اعلامیه صادره کړې ده. Читать дальше...

عبدالله عبدالله اسلام‌اباد ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته ولاړ. په دغه سفر کې د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی او یو شمېر نور افغان چارواکي د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي. داوودزي له سفره مخکې د حامد کرزي هوايي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل چې د سفر مثبتو پایلو ته هیله‌من دی. هغه زیاته کړه: "د پخوا په نسبت وضعیت بدل شوی دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې دوه اړخونه چې افغانان دي، دوحه کې مخامخ خبرو ته ناست دي، پاکستان هم هر ډول لازمې... Читать дальше...

مېل انلاین له افغانستانه د هندوانو او سېکهانو د وتلو ستونزه څېړلې

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین بریتانوۍ انټرنټي خپرونې مېل انلاین له افغانستانه د هندوانو او سېکهانو د وتلو ستونزه څېړلې ده چې شمېر یې خورا کم شوی دی. خپرونې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله، لیکلي په داعش پورې د تړلو وسله‌والو د ګواښ او ناامنیو له کبله دغه اقلیت مجبوره شوی له افغانستانه لاړ شي او شمېر یې له ۲۵۰،۰۰۰ څخه ۷۰۰ ته راکم شي. خو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سېکهانو استازي نرېندر سېنګهـ خالصه د وږې پر ۱۶مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، اوس یوازې ۲۰۰ افغان سېکهان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي. Читать дальше...



د کرونا له امله په نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیون واوښت

Pa.azadiradio.com 

د کرونا له لاسه په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت. دا شمېر د ورلډومېټرس انفو وېب‌پاڼې خپور کړی چې له اول سره د کرونا ویروس په اړه تازه ارقام خپروي. د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون هم دې ته نږدې شمېر اعلان کړی دی. تر اوسه پورې نږدې ۳۰ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي. د کرونا ویروس په خاطر لګېدلو محدودیتونو دا څو وروستۍ میاشتې د ژوند عادي بڼه بدله کړې ده. نه‌یوازې دا چې دا دی د دې ویروس له لاسه د قربانیانو شمېر له یو میلیون انسانانو واوښت، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته‌یې سخت اقتصادي تاوان هم ورساوه. Читать дальше...

راجستان رایلز د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې په ماتولو ریکارډ جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې بېګا راجستان رایلز د کېنګز پنجاب لوبډلې په ماتولو ریکارډ جوړ کړ. په دې لوبه کې چې د شارجه په نړیوال سټډیوم کې وشوه لومړی د کېنګز اېلېون پنجاب ټیم د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې د ۲۲۳ لوړو منډو هدف وټاکه چې په‌کې ماینک اګروال سلیزه هم ووهله. په ځواب کې د راجستان رایلز ټیم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۶ منډې وکړې او د څلورو وېکټو په توپیر یې دغه ستر هدف ته ورسېد. په بېګانۍ لوبه کې د راجستان درېیو لوبغاړو پنځوسیزې ووهلې او تر ټولو جالبه اوور هغه و چې راهول ټېواټیا په‌کې پنځه شپږیزې ووهلې. Читать дальше...

بلاروس کې پولیسو پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې پرون ګڼ خلک د مظاهرو پر مهال نیول شوي او پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی. خلک د الکساندر لوکاشینکا پر ضد پاڅېدلي او غواړي چې دی له واکه لیرې شي. امنیتي ځواکونو چې د بلوا ضد یونیفورم‌یې په تن و په ګومیل ښار کې په خلکو اوښکې بهوونکي ګاز کاراوه او هوايي ډزې یې کولې. په مېنسک کې د مظاهره‌چیانو شمېر یو لک تنه اټکل شوی. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې یې یکشنبه ۲۰۰ کسان نیولي دي. په بلاروس کې خلک وروسته له هغه پاڅېدل چې د انتخاباتو... Читать дальше...

نن د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر ۲۸مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده. د دې ورځې بنسټ ملګرو ملتونو څلور کاله وړاندې کېښود او هدف‌یې اطلاعاتو ته د لاسرسي له حقه ملاتړ او د مسؤلو ادارو هڅونه ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د رسنیو د مسؤلینو او خبریالانو په خبره اطلاعاتو ته په‌کې لاسرسی ستونزمن دی. د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت ډېری ادارې هغه معلومات چې اغېزمن وي له رسنیو سره نه‌شریکوي، زه په جریان کې یم چې د ډېریو رسنیو تحقیقي راپورونه چې د خلکو په ژوند مثبت اغېز لري هغه... Читать дальше...

د دولت او طالبانو تماس ډلو پرون د کړنلارو پر اختلافي مسئلو بحث وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دولت او طالبانو د تماس ډلو یکشنبه د ( ۱۳۹۹ د تلې ۶مه) په ماښام د کړنلارو په اختلافي مسئلو بحث کړی. دا خبره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي رادیو ته وکړه. هغې زیاته کړه: "یکشنبه ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او مقابل لوري تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده. دغه جلسه چې څو ساعته‌یې دوام وکړ په‌کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو. دغه بحثونه به ادامه ولري." د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم تأیید کړې چې د تماس ډلو ناسته درلوده. د افغان دولت او طالبانو... Читать дальше...

اذربایجان او ارمنستان بیا پر نګورنو قره‌باغ سیمه جګړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د نګورنو قره‌باغ په سیمه باندې د اذربایجان او ارمنستان جګړه تر پرون ناوخته روانه وه. د ارمنستان او اذربایجان حکومتونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی او یو بل د یکشنبې د جګړې په پيل کې پړ بولي. د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان پرون ویلي حکومت‌یې وروسته له هغه د بېړني پوځي حالت پرېکړه وکړه چې اذربایجان د نګورنو قره‌باغ په ملکي مېشتو سیمو هوايي بریدونه او د توپونو ګولۍ وویشتلې. ارمنستاني چارواکو تر یکشنبې ناوخته د خپلو ۱۶ پوځیانو وژل کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي د اذربایجان په بریدونو کې ۱۰۰ ملکیان هم ټپیان شوي. Читать дальше...

'افغان چارواکو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې محدودیتونه رامنځته کړي'

Pa.azadiradio.com 

د سېپټېمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې سره برابره ده.  افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې یو شمېر د رسنیو استازي او خبریالان  وايي، د حکومت لخوا د اطلاعاتو نه شریکول د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.  یو شمېر افغان خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو لپاره ان میاشتي میاشتې دولتي بنسټونو ته په تمه کېږي خو دا چې د یادو بنسټونو مسئولینو، خپلو ویاندویانو ته د اطلاعاتو ورکړې برخه کې محدودیتونه رامنځته کړي معلومات په خپل وخت نه ورسېږي .  خبریال اسلم حجاب وايي: "کله چې... Читать дальше...

پاکستان ته درې ورځنی سفر؛ 'عبدالله د افغان سولې د کامیابۍ لپاره مرسته غواړي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پیلوي. د ملي مصالحې عالي شورا وايي له پاکستانه د افغان سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره د مرستې غوښتنه او د هغو وسله‌والو ډلو د ختمولو ټینګار چې د افغانستان لپاره ګواښ جوړوي پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر مهم بحثونه ګڼل کېږي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع د لا تقویت په هدف پاکستان ته ځي. پاکستاني چارواکو ویلي چې صدراعظم عمران خان... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *