د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره افغان لوبډله سبا اسټرالیا سره مخ کیږي
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله به سبا د اسټرالیا له ټیم سره-سره لوبه وکړي. دغه لوبه د کرکټ د تر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو د نړیوال جام د درېیم مقام د ګټلو لپاره ترسره کېږي. له دې مخکې د افغانستان د کرکټ د تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې د دې جام په نیمه پایلوبه کې د انګلستان پر وړاندې ماتې وخوړه. د اسټرالیا ټیم ته هم په نیمه پایلوبه کې د هند ټیم ماتې ورکړې وه. د هند او انګلستان ټیمونه به چې فاینل ته وتلي، د راتلونکې شنبې په ورځ د نړیوال جام د ګټلو لپاره سره مخامخ شي.