په پاکستان کې یو سړی قران کریم ته د سپکاوي په تور سنګسار شو
د پاکستان پولیسو پرون اعلان وکړ چې د دغه هېواد په یوې لیرې پرتې سیمه کې قهرجنو خلکو یو سړی د قران کریم د سپکاوي په تور سنګسار کړی. پېښه د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې شوې ده. د راپورونو له مخې، د سیمې د یوه جومات امام خلکو ته ویلي، د شنبې ماښام یې یو کس ولیده چې په جومات کې دننه یې قران سوځاوه. پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل خو قهرجنو خلکو هغه سړی وتښتاوه او پر هغو پولیسو یې هم برید وکړ چې د تورن د ژوند ژغورلو لپاره ورغلي وو. پولیسو ویلي چې دوی پلټنې پیل کړي او جومات ته د نږدې هستوګنو خلکو له ډلې یې لسګونه کسان نیولي هم دي.