Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 19.02.2022

ډپلوماټ: که داعش غښتلی شي، نو نښې ښيي چې افغانستان کې به تاریخ بیا تکرار شي

Pa.azadiradio.com 

ګڼو ورځپاڼو او رسنیو د هغه افغان ماشوم په اړه لیکنې خپرې کړي چې په زابل کې یوه ژوره څاه ته لوېدلی و او پرون یې مړی را وایستل شو.  دې پېښې هماغه راز چې دننه په افغانستان کې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی وو، د نړیوالو مطبوعاتو پام یې هم ځان ته اړولی دی.  د حیدر په نوم دا شپږ کلن ماشوم درې ورځې په ۲۵ متره ژور څاه کې بند و.   ایفنینیګ سټنډرډ ورځپاڼه ایفنینیګ سټنډرډ ورځپاڼې د دې موضوع په اړه په مفصل راپور کې د کلیوالو او طالب چارواکو عکس خپور کړی چې د پېښې ځای ته نژدې پر ځمکه ناست دي.  ورځپاڼې... Читать дальше...

جو بایډن: زړه مې منلې چې پوتین پرېکړه کړې څو راتلونکې اوونۍ اوکراین ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، د ده زړه منلې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ اوکراین ونیسي، خو دی لا هم ډیپلوماټیکې حل لارې ته هیله من دی.  جو بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته ویل: "له همدې شېبې ما دا منلې ده چې ولسمشر پوتین خپله پرېکړه کړې ده. موږ د دې لپاره علت لرو چې دا باور مو کړی دی."  د امریکا ولسمشر دا خبرې له خپلو اروپایي متحدانو سره تر ۴۵ دقیقو ټیلیفون کنفرانس وروسته وکړې.  بایډن وویل، د ده اداره داسې فکر کوي چې روسیه به... Читать дальше...

نړیوال بانک د افغانستان د ځینو پروژو د تمویل لپاره نوی پلان چمتو کړی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک هغه طرح چمتو کړې چې له مخې یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کنګل شوېو څه باندې یو میلیارډ ډالرو ۶۰۰ میلیونه  پرهغو پروژو لګول کېږي چې ګټه یې په افغانستان کې تعلیم، کورنۍ او ټولنې ته رسېږي. رویټرز خبري اژانس د نړیوال بانک د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د نړیوال بانک مشرتابه بورډ د مارچ په لومړۍ نېټه د دې طرحې په اړه بحث وکړي او د پیسو د ورکړې په اړه وروستۍ پرېکړه به هغه هېوادونه کوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته یې بسپنه چمتو کوله. د افغانستان د بیارغونې د صندوق اداري چارې نړیوال بانک پرمخ وړي. Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان ۹۵سلنه وګړي د خوړو لپاره کافي مواد نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا پاسفیک څانګې مشر پرون د سلواغلې په ۲۹مه نېټه پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې لوږې تر ټولو زیات خلک په پلازمېنه کابل کې زیانمن کړي دي او تر دې بده دا چې تېره میاشت ځینې خلک د سړو په وړاندې په داسې حال کې مقابلې ته مجبور شول چې هېڅ کماهي یې نه درلوده. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او له هغې ډلې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له پیل مخکې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي. د دې ټولنې اجراییه رییس ډیوېډ بیسلي د ژمي له پیل مخکې ويلي و چې افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له کمښت سره مخ کېږي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغانستانه نورې نړۍ ته د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نړۍ کې امنیتي ګواښونه د سړې جګړې د وخت پرتله اوس مهال زیات شوي دي. انتونیو ګوترېش پرون د سلواغې په ۲۹مه نېټه د مونیخ امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل، تروریستان د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځان لپاره د ځالو د موندلو هڅه کوي: "په سوریه کې داعش له ماشومانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، القاعده او ملګرو ډلو یې نور ځواک او زیاتې وسلې ترلاسه کړي دي. له افغانستانه هم د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته دی." ښاغلي ګوترېش وویل، تروریستان د فعالیت لپاره تر ډېره په هغو... Читать дальше...

پژواک خبري اژانس: بدخشان کې د شري ناروغۍ د تلفاتو شمېر۱۵۷ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

پژواک خبري اژانس د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په بدخشان ولایت کې د شري ناروغۍ د تلفاتو شمېر۱۵۷ ته رسېدلی دی. د راپور له مخې ډېری دا مړینې په کوفاب او نُسي ولسوالیو کې شوي دي. باختر دولتي خبري اژانس د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، یوازې د کوفاب ولسوالۍ په اویا کلیو کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۶۵ ماشومان د شري او نورو فصلي ناروغیو له کبله مړه شوي دي. اژانس د بدخشان د عامې روغتیا د مرستیال قاري محمدنذیر نظار له قوله راپور ورکړی چې وايي، شری په بدخشان ولایت کې د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...

لویدیځ هېوادونه: روسیه د اوکراین د نیولو لپاره د پلمو په لټه کې ده

Pa.azadiradio.com 

روس پلوو بېلتونپالو روسیې ته د اوکراین د ختیځ د ځینو سیمو د اوسېدونکو د لېږد خبر ورکړی دی.  لویدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی چې روسیه د اوکراین د نیولو لپاره د پلمو په لټه کې ده. د راپورونو له مخې ولسمشر ولادیمیرپوتین له اوکراین سره پر پوله د پرتې سیمې- رستوف د بېړنیو حالاتو وزارت ته امر کړی چې هغو خلکو ته چې د اوکراین له ختیځه روسیې ته راځي لازم امکانات برابر کړي.  دا اعلان د اوکراین په ختیځ کې د نښتو له تودېدو وروسته کېږي.  سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا د اوکراین د اشغال احتمال ډېر نژدې شوی دی.

د غزني ممثلان: تمثیل د خلکو د خوشحالولو او پوهولو په موخه کوو

Pa.azadiradio.com 

د تمثیل هنر په ادبي ژانرو کې زړه راښکونکې او بې سارې ونډه لري. دغه هنر ګڼ تعبیرونه، تصویرونه او ماناګانې پنځوي، خلک به خندوي او ژړوي، خو پوهه هم ورکوي.  په غزني کې یو شمېر ځوانانو په دا وروستیو کې د تمثیلي پارچو جوړولو او په خواله رسنیو خپرولو ته مخه کړې ده.  دوی وايي، له دغه کاره یې موخه د خلکو خوشحالول او پوهه ورکول دي.  په دې اړه نور حال په دې تفصیلي راپور کې، د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *