Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 28.02.2022

کندز کې قبر کیندونکي: ورځ کې به مو ٨  قبره کیندل، اوس میاشت کې ٢ په سختۍ پیداکیږي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې یو شمېر قبر کیندونکي وايي، ۷ میاشتې مخکې دوی به د دورې سر هدیرې کې هر ورځ د جګړې قربانیانو لپاره قبرونه کیندل او ځینې وخت به دوی قبر کیندلو ته وخت نه پیدا کوو. دوی وایي اوس په میاشت کې یو یا دوه قبرونه کیندي او هغه هم د هغو کسانو لپاره چې د ناروغۍ او یا ترافیکي پېښو له امله مړه شوي وي. په کندز ولایت یو مشهور قبر کیندونکي ۵۰ کلن محمدظاهر په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل:" پخوا جنګونه زیات وو، ځینې ورځي موږ ۵، ۷ او ۸ قبرونه کیندل. جنګ او بدبختي وه، هره ورځ مرګ ژوبله وه. موږ زیات قبرونه... Читать дальше...

په کابل کې مرکزي سیلو له ۳۰ کلن ځنډ وروسته، په درې برخو کې  فعالیت پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل د مرکزي سیلو مسؤلان وايي، دې دولتي شرکت د غنمو زېرمه کولو، اوړه کولو او د وچې ډوډۍ بېلابېل ډولونو، ناشته، روټ او کُلچو د تولید په برخو کې فعالیت په عادي ډول پیل کړی. د کابل مرکزي سیلو رئیس نصرالله منصور ازادي راډیو ته وویل، اوس‌ مهال په مرکزي سیلو کې ۱۳۳ کسان کار کوي چې ۶  په کې ښځې دي. ښاغلی منصور زیاتوي د کابل مرکزي سیلو کې اوس ‌مهال په ورځیني ډول له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډوډۍ تولېدېږي او چارواکي یې ژمنه کوي چې دا شمېر لا لوړ کړي. د نوموړي په خبره:" د ډوډیو د تولید شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او... Читать дальше...

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې نن درېیمه او وروستۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه نن/دوشنبه په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې سره مخ دي. افغانستان له بنګله دېش سره د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپر لیګ په دې سیریز کې دواړه لومړنۍ لوبې بایللي دي او ځینې مهم امتیازونه یې له لاسه ورکړي. د سوپر لیګ په پای کې د سر ۸ ټيمونه نېغ په نېغه نړیوال جام ته ورځي او پاتې لوبډلې باید په غوراوي ټورنمنټ کې برخه واخلي.  د افغانستان او بنګله دېش لوبې په چیټاګام ښار کې مخ ته ځي. تمه ده له دې یو ورځنۍ لوبې وروسته افغان لوبډله دوه شل اوریزې لوبې هم له بنګله دېش سره وکړي.

پاپ فرانسیس: اوکرایني کډوالو سره د مرستو لپاره بشري دهلیزونو جوړ کړئ

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسیس له اوکرایني کډوالو سره د مرستې لپاره د بشري دهلیزونو د جوړولو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې:" جګړه کوونکي باید په دې باور ونه غولیږي چې خدای له دوی سره دی." پاپ پرون د سېنټ پیټرزبورګ په چوک کې د زرګونه کسانو په منځ کې چې د اوکراین بیرغونه یې په لاسونو کې وو وویل چې زړه یې مات دی او خلک باید د مارچ په دویمه د سولې لپاره دعا وکړي. هغه وویل د هغو زړو خلکو د عکسونو په لیدو خواشینی شوی چې د پناه غوښتنه کوي او میندې له خپلو ماشومانو سره له اوکراینه تښتي. ... Читать дальше...

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاوي نن په تورخم کې سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاوي نن په تورخم کې سره وګوري. د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي کوي. د پاکستاني پلاوي مشري به د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود وکړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا ظهیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د بندرونو د همغږۍ د کمېټې په جوړولو، په سیمه ییزو اسعارو باندې پر سوداګرۍ او د د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وشي.

د طالبانو حکومت را روانه میاشت د کرونا، شري او پولیو واکسین پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې را روانه میاشت په ټول هېواد کې د کرونا، شري او پولیو سراسري واکسین پيلوي. د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسین او ځوانانو ته او زړو ته د کرونا ضد واکسین ولګول شي. د هغه په وينا، د هغو کسانو لپاره چې مخکې يې د کرونا واکسين دوه ډوزونه لګولي، په دغه کمپاين کې به درېیم ډوز یا بوسټر ورکړل شي. روغتیايي چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ماشومانو... Читать дальше...

طالبان: په تصفیوي عملیاتو کې مو ۹ سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او ۶ داعشیان نیولي 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند وايي‌ په تصفیوي عملیاتو کې یې نهه سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي نیولي دي.  ذبیح الله مجاهد پرون په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه. هغه وویل له درېیو ورځو په کابل او ځینو نورو نږدې ولایتونو کې د تلاشۍ او تصفیې عملیات پيل شوي چې هدف یې د ناقانونه وسلو او مهماتو نیول او د امنیت لا ټینګښت دی. د مجاهد د معلوماتو په اساس شااوخوا څلور سوه میله سپکه او درنه وسله هم طالبانو ته په لاس ورغلې. د طالبانو د تلاشۍ د عملیاتو پر څرنګوالي او ترسراوي ځینې کلکې نیوکې هم شوي دي.

په اوکراین د روسیې یرغل؛ اروپايي ټولنه د روسیې پر مخ خپل هوایي حریم تړي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د بریدونو په غبرګون له دغه هېواد سره د پراخې پوځي همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون درلاین یکشنبه ناوخته اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه په پام کې لري د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د هوایی دفاع د سیسټمونو ، ټانک ضد وسلو ، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو د پېرلو لپاره ملیونونه یورو ولګوي. درلاین وایي:" اروپايي ټولنه یو وار بیا د اوکراین په ملاتړ او د یرغلګر پر ضد چې د پوتین روسیه ده د بندیزونو د لګولو لپاره ګام پورته کوي.اروپايي ټولنه به د یوه داسې... Читать дальше...

د طالبانو حکومت له افغانستانه د خلکو د ایستلو عملیات ودرول

Pa.azadiradio.com 

له څو میاشتو راهیسې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په هیله لسګونه زره افغانان د قطر، متحده عرب اماراتو او ترکیې په موقتو کمپونو کې مېشت کړای شوي. طالبان وايي د همدغو اېسارو افغانانو ستونزو ته په کتو نور له افغانستانه د خلکو د ایستلو مخه نیسي. دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه په یوه کنفرانس کې وکړه. مجاهد وویل:" په دوحه کې له پنځوس زرو ډېر افغانان په بد وضعیت کې په یوه کمپ کې اوسیږي. همداسې په ترکیه کې ګڼ افغانان په بې سرنوشتۍ کې اوسیږي. په هغو کې ماشومان شته. Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې یرغل هلته د مېشتو افغانانو ژوند اغېزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان چې په وروستیو څو میاشتو کې د هوسا ژوند په نیت اوکراین ته رسېدلي وو اوس له دې ځایه هم کډې ته اړ شوي څو ځان د روسیې له بریدونو وژغوري. کبیر نظري چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته له کورنۍ سره کېف ته تللی و اوس د روسیې له یرغل وروسته یو ځل بیا تېښتې ته اړ شوی. نوموړي تېره شپه پولنډ ته په لار ازادي راډيو ته وویل:" زموږ سیمې ته نږدې یو راکټ ولګېد او اپارتمانونه یې ویجاړ کړل. وضعیت خورا خراب دی. موږ ۴۵ کیلومتره مزل وکړ. نه اوبه او نه ډوډۍ. زه د پولنډ سرحد ته ورسېدم. Читать дальше...

د اروپايي ټولنې سفیر طالبانو ته:کور په کور تلاشۍ ودروئ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر او د استازولۍ مشر وون برنټ ویلي کور په کور تلاشۍ باید سمدستي ودریږي. هغه په دې تړاو پرون ناوخته یو ټویټ کړی دی. د سفیر برنټ په ټويټري بیان کې راغلي:" د وېرې خپرول، د کورونو تلاشي، د خلکو نیول او مختلفو قومونو د خلکو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید سمدستي ودریږي." سفیر برنټ طالبانو ته ویلي چې د پوتین د جګړې سربېره موږ تاسو څارو. د پوتین له جګړې د سفیر برنټ منظور پر اوکراین د روسیې یرغل دی چې له څو ورځو یې د ټولې نړۍ نظر ور جلب کړی دی. ... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *