Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 01.05.2022

له ایرانه عراق ته ګنډې وړونکي کردان له مرګ سره لوبې کوي

Mashaalradio.com 

عراق مېشتي کردي قاچاقبران د ایران له کرد مېشتو سیمو اوړي او عراق ته پر داسې لارو ګنډې وړي چې پکې هر ورځ د مرګ له خطر سره مخامخ وي. د بشري حقونو کارکوونکي وايي، یوازې په ۲۰۲۱ز کال کې ۵۲ ګنډې وړونکي د ایرانیو سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي. همداراز، د ۲۰۲۰ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۱ز کال تر مارچ پورې ۱۶ کرد قاچاقبرانو په بېلا بېلو حادثو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دې قاچاقبرانو د نوم او پېژندګلوۍ نه خپرولو په شرط د مشال راډیو د خبرونو له مرکزي څانګې سره خبرې کړې دي. د دې ویډیويي رپورټ ځینې برخې ښايي ځینو خلکو ته ځوروونکې وي.

ډيپلوماټ: داعش غواړي د تاجکستان پر وړاندې تاوتريخوالي زيات کړي

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماټ: ډيپلوماټ خپرونې لیکلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه غواړي چې په سیمه کې د تاجک جنګیاليو او نورو له ډلې کسان جلب او د تاجکستان پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي. خپرونه زیاتوي، چې داعش په دې لار کې خپلې تبلیغاتي هڅې پراخې کړي دي. په دوام کې راغلي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په دې وروستیو کې د ازبکستان په خاوره کې د برید خبر ورکړ، د دغې ډلې یوه ملاتړي چې په تاجکي ژبه غږېده په تاجکستان کې د ورته بریدونو غوښتنه وکړه. د داعش د تبلیغاتو څانګې العزایم په یوه... Читать дальше...

حقاني: د طالبانو د مشر د عمومي عفوې فرمان نقض کوونکي به محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، په خپل اختریز پېغام کې لیکلي، د دوی د مشر هبت الله اخندزاده د عفوې فرمان چې چا نقض کړی، که څه هم شمېر یې ډېر کم دی خو د اسلامي شریعت د احکامو له مخې به محاکمه شي.  د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل اختریز پېغام کې دا خبره کړې ده. دا پېغام چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د دوی د واتسپ ګروپ له لارې له رسنیو سره شریک شوی په کې راغلي، هغوی چې دا فرمان یې نقض کړی او خپل احساسات یې پر اصولو لوړ ګڼلي دي، د شریعت د احکامو له مخکې به محاکمه شي. Читать дальше...

اقتصادي کړکېچ؛ ځينې افغان کورنۍ سږني اختر ته هېڅ تيارى نه لري

Pa.azadiradio.com 

د اختر له را رسېدو سره هم مهاله په کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي، د اقتصادي بحران له امله یې سږ کال اختر ته هېڅ تیاری نه دی نیولی. ۴۵ کلن افضل په کابل کې د یوې شپږ نفري کورنۍ سرپرست وايي، سږ کال یې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د اختر د نمانځلو لپاره یې هېڅ تیاری نه دی کړی. هغه چې د طالبانو له راتګ مخکې رسمي دنده درلوده، اوس د یوې کراچۍ په وسیله د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي چې په دې خاطر د اختر د مېوې او جامو د اخیستلو وس نه لري. نوموړي زياته کړه: "زه سږ کال بېکاره شوی یم او هغه عاید چې د کراچۍ له لارې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *