Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 18.06.2022

ملګرو ملتونو په اوکراین کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې بشري وضعیت پر دې هېواد د روسیې د څلور میاشتې مخکې تېري په دوام د خرابېدو په حال کې دی. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پرون په یو بیان کې وویل، چې په ټول اوکراین کې، خو په تېره په دونباس سیمه کې وضعیت بوږنوونکی دی. په بیان کې له دې کبله اندېښنه ښودل شوې، چې په سیویرو دونېڅک ښار کې د ماشومانو، ښځو او مشرانو په ګډون زرګونه کسان د روسي ځواکونو له بمباریو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د اوکراین شاوخوا ۱۶ میلیون خلک اوسمهال سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بریتانیا د اوکرایني ځواکونو د روزنې وړاندیز کړی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د اوکرایني ځواکونو لپاره د پوځي روزنې د یوه پروګرام وړاندیز کړی. جانسن پرون د جون ۱۷مه کییف ته د ناڅاپي سفر پرمهال د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې په دې اړه څرګندونې وکړې. د جانسن د طرحې له مخې تر لسو زرو پورې اوکرایني سرتېرو ته به د ۱۲۰ ورځو په ترڅ کې د دې پروګرام له مخې پوځي روزنه ورکړل شي. بریتانیا د روسیې پروړاندې په جګړه کې د اوکراین له لویو ملاتړ کوونکو څخه ده. یوه ورځ مخکې له دې د جرمني، فرانسې، ایټالیا او رومانیا مشرانو له اوکراین... Читать дальше...

د پاکستان مالي اقدامات ارزول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د مالي اقدام د موظفې ډلې یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او په مالي برخه کې د دې هېواد اقدامات وارزوي. د پاکستان حکومت د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د اقداماتو په ترڅ کې ژمنه کړې چې د مالي تروریزم د مخنیوي لپاره به د مالي اقدام د موظفې ډلې ټولې سپارښتنې عملي کوي. د مالي اقدام موظفه ډله یا FATF چې د تروریستي ډلو پر مالي سرچینو څارنه کوي په پلان کې لري چې په نژدې راتلونکي کې پاکستان ته یو پلاوی ولېږي، څو په دوو برخو کې د دې هېواد اقدامات وارزوي. دې ډلې پرون جمعه د پاکستان د حکومت... Читать дальше...

په عراق کې له امریکايي پوهنتون لسګونه افغان محصلان فارغ شول

Pa.azadiradio.com 

لسګونه افغان محصلان چې نجونې هم په کې شاملې دي، په عراق کې له امریکايي پوهنتون فارغ شول. د شکیلامحمدي لپاره د تېرکال هغه ورځ چې له کابله وتله، لاهم د ژوند ډېره ترخه خاطره ده. دا وايي، لویه هیله یې لرله چې د خپلې خوښې پوهنځي څخه به فارغه شي. هغې وویل: "کله چې له افغانستانه وتلم، یوازینی شی چې فکر مې پرې کاوه د تحصیل دوام و. غوښتل مې په خپله رشته کې مسلکي شم." شکیلا د حقوقو د څانګې محصله وه او اوس یې د عراق د سلیمانیه ښار په امریکايي پوهنتون کې خپلې زده کړې پای ته رسولې دي. عصمت الله سهاک... Читать дальше...

د کرکجنو بيانونو د مخنيوي نړيواله ورځ

Mashaalradio.com 

د جون ۱۸مه هر کال په نړۍ کې د کرکجنو بیانونو د مخنیوي د ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو پر خپله وېبپاڼه ليکلي چې په نړۍ کې دې د کرکې يا نفرت له لارې د چا په نښه کول، چا ته تاوان رسول او د خلکو د پارلولو مخه ونیول شي او په دې لړ کې دې حکومتونه عملي ګامونه پورته کړي. بلخوا شنونکي وایي چې په پاکستان کې زياتره وخت پر مذهبي او سیاسي بنیادونو باندې خلک پارول شوي چې بيا وروسته تشدد ته لاره شوې او ځينې خلک یا ځینې ډلې په نښه شوي دي. فرخنده اسد د دې ورځې په مناسبت ځانګړی راپور جوړ کړی دی.

ټلېګراف: لوديځوال د افغانستان له هيروينو خپلې کوڅې خوندي کوي، خو افغانان يې قرباني دي

Pa.azadiradio.com 

ټلېګراف ورځپاڼه: د برېتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان پر مخدرو موادو په تېره بیا د هیروینو پر استعمال لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي، د افغانستان هیروین نه یوازې د درستو هېوادونو لپاره ستونزه ګڼل کېږي بلکې په خپله په افغانستان کې یې ناورین رامنځته کړی دی. ورځپاڼې د کابل په لوېدیځ کې تر یوه پله لاندې د شاوخوا زر تنو معتادانو عکس خپور کړی چې تورې او خیرنې جامې یې په تن دي، ځینې پراته، ځینې ناست او ځینې ولاړ لیدل کېږي. د کابل «پل سخته»  چې له کلونو راهیسې په کابل کې د معتادانو... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ مرستیالې افغانستان او پاکستان ته د سفر په پای کې ویلي، چې دا اداره به د اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلېمنټس افغانستان او پاکستان د سفر په پای کې د بېځایه شویو کورنیو او هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ. مېرمن کلېمنټس پرون د غبرګولي په۲۷مه وویل، افغانان غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې یوازې نه دي پاتې او نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده. هغه زیاتوي: "د ملګرو ملتونو د کډوالو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *