د پکتيا يو شمېر مشرانو کرزي سره ليدنه کې د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې
د پکتیا یو شمېر مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتنه کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځیو د پرانيستو غوښتنه کړې ده. حامد کرزي پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی او له خپله اړخه یې هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د نجونو بند ښوونځي پرانیزي. سبا د اکتوبر ۲۵مه، څلور سوه ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته اکثرو نجونو باندې د ښوونځیو دروازې بندې کړي دي. پر طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بندولو له کبله له فشار سره سره لا هم معلومه نهده چې دا ښوونځي به څه وخت پرانيستل کېږي.