Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 04.11.2022

۳۳۵ تنه نور افغانان کاناډا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو او مهاجرت اداره وايي، ۳۳۵ تنه نور افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل. دې ادارې پرون (پنجشنبه) همدا راز وویل چې دا افغانان له پاکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شول. کاناډا له دې مخکې هم له پاکستان او تاجکستان څخه په الوتکو کې سلګونه افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته لېږدولي دي. ډېری هغه افغانان چې په درېيم‌ګړي هېواد کې شپې سبا کوي، د خپل نامالوم سرنوشت څخه شکايتونه کوي.

اوکرايني چارواکي: تر اوسه مو د روسيې ۲۷۸ الوتکې نسکورې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د قواوو عمومي قوماندان والري زالوژني وايي، د سږ کال د فبرورۍ له ۲۴ څخه څخه اوکرایني دفاع کوونکو د روسیې د هغو الوتکو چې د افغانستان په لس کلنه جګړه کې یې بایللې وې، دوه برابره ویشتي او غورځولي دي. زالوژني پرون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د روسیې ۱۱۸ الوتکې نسکورې شوې وې خو د اوکراین په جګړه کې یې تر اوسه پورې ۲۷۸ الوتکې لوېدلې دي. د ده په وینا، پر اوکراین د روسیې یرغل هماغسي شرموونکی دی چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل و. د اوکراین د وسله‌والو... Читать дальше...

د سره صليب نړيواله کمېټه: ۱۴ مياشتو کې ۷ لکه افغانان بې‌کاره شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په تېرو څه باندې ۱۴ میاشتو کې شاوخوا ۷ لکه افغانان وزګاره شوي دي. د دې کمېټې د مالوماتو پر اساس، د لکونو خلکو له بې روزګاره کېدو او د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله اوس په سلو کې ۹۰ افغانان د ورځې تر دوو ډالرو لږ عاید لري. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، یتیم ماشومان او کونډې تر ټولو له بد وضعیت سره مخامخ دي؛ په دې ډول چې اکثره یې د ورځې د یو وخت ډوډۍ هم نه‌شي موندلی. په همدې حال کې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، د افغانستان په... Читать дальше...

کرېکټ؛ افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه له اسټراليا سره کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن افغانستان له اسټرالیا او ایرلنډ له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي. لومړۍ مسابقه د ایرلنډ اونیوزیلنډ ترمنځ د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمې بجې پیلېږي. حاضردمه نیوزیلنډ د منډو د اوسط د لوړوالي په خاطر د لومړي ګروپ د جدول په سر کې دی خو امتیازونه یې له انګلیستان او اسټرالیا سره برابر دي. له همدې کبله نننۍ مسابقه ورته زیاته مهمه ده. له بلې خوا ایرلنډ، چې ۳ امتیازونه لري د بري په صورت کې یې امتیازونه له درو نورو ټیمونو سره برابریږي. د افغانستان... Читать дальше...

د هوا پېژندنې ادارې نن په ۱۷ ولايتونو کې د باران او واورې د ورښت وړاندوينه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ مرکزي او شمالي ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېل وړاندوینه کړې ده. دې ادارې پرون (پنجشنبه) خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، بامیان، میدان وردګ او دایکنډي ولایتونو کې د واورې، شدید باران او سېل اټکل کوي. د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له هغې خبرپاڼې سره سم، چې پرون (پنجشنبه) یې خپره کړې، نن جمعه به په اوولس ولایتونو کې خلک د شدید ورښت شاهدان وي. Читать дальше...

په کندهار کې بل ډله‌ييز قبر موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې طالب چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی دی. دا په وروستیو څو اوونیو کې دوهم ډله‌ییز قبر دی چې په کندهار ولایت کې موندل کېږي. تر دې وړاندې په تېر سپټمبر مباشت کې په سپین بولدک ولسوالي کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی و. د دامان د علیزو د کلي یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې نه‌غوښتل نوم یې څرګند شي، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا قبر د دامان ولسوالۍ په علیزو کلي کې موندل شوی دی. په کندهار کې طالب چارواکي هم وايي... Читать дальше...

فارن پاليسي: پر ترياکو د بنديز سره سره افغانستان کې د کوکنارو کرنې وده کړې

Pa.azadiradio.com 

فارن پاليسي خپرونه: فارین پالیسي خپرونې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړی ده: "پر تریاکو د بندیز سربیره افغانستان کې د کوکنارو کر کيلې وده کړې." دغه لیکنه د فارین پالیسۍ کالم لیکوالې او استرالیايي ژورنالېستې لین او ډانیل کړی ده او وايي، د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال وروسته ډېر نشه‌يې توکي او لوړه بیه یې. د لیکوالې په باور طالبانو افغانستان له هغې شل کلنې اوږدې جګړې وروسته چې ډېره برخه يې د تریاکو او هیریونو له قاچاقه تمویلېده ونیوه. نوموړې زیاتوي، طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ظاهراً... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *