Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 05.11.2022

امریکا د روسیې پر ضد جګړه کې له اوکراین سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون کییف ته د سفر پرمهال په امریکا منځمهالو انتخاباتو ته له پام پرته، د روسیې پرضد جګړه کې له اوکراین سره امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. د متحدوایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون په یوه ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد او هلته یې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي سره په کتنه کې وویل، د راروانې سه شنبې په ورځ د امریکا د منځمهالو انتخاباتو نتایج چې هرڅه وي، هېواد به یې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. یو شمېر جمهوریپالو سیاستوالو ویلي چې که یې د نوامبر... Читать дальше...

د کرکټ په روان نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر څومره بریالی و؟

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې سفر د کوربه استرالیا له لوبډلې سره په پرونۍ لوبه پای ته ورسېد. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې له استرالیا سره تر پرونۍ لوبې وروسته له نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه. د استرالیا په کوربه توب په سږني نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د انګلستان له ځواکمنې لوبډلې سره وه چې ورته ویې بایلله، دوه لوبې یې چې لومړۍ له نیوزیلنډ او دوهمه له ایرلنډ سره وې د باران له کبله کنسل شوې او په نتیجه کې یې دواړو لوریو ته یو- یو... Читать дальше...

نړۍ کرومایټ او لیتیوم ته اړتیا لري، افغانستان یې لري؛ څه باید وشي؟

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه: امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې د افغانستان طبعي زېرمو ته پام اړولی. مطلب لیکي، د لوګر په یوه غره کې چې لاندې یې کابل ته غځېدلې لویه لاره له ورایه ښکاري، اسدالله مسعود پر یوه لوړ ګرنګ ولاړ دی، مخې ته یې یوه توربخونده پرخه ښکاري چې پر خړو کرښو پوښل شوې. مسعود دغې پرخې ته ځیر کیږي او وایي، هغه توره کرښه ګورئ، هغه کرومایټ دي. شېبه وروسته په لیرې واټن کې چاودنه کیږي، مسعود یې پروا نه‌کوي او په داسې حال کې چې مخ ور اړوي، وایي، دا... Читать дальше...

کابل کې د فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه؛ بینیټ: نیونې باید د قانون پر اساس وي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران خوشې کړي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وولکر تورک وايي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د یوې مدني ټولنې د خبري غونډې پرمهال پنځه کسان نیولي دي. ښاغلي وولکر بېګا پر ټویټر په یوه بیان کې د ظریفې یعقوبي نوم نه دی اخیستی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه جلا بیان کې ویلي چې له طالبانو سره د ظریفې یعقوبي د وضعیت په اړه تماس نیول شوی. Читать дальше...

ازادي راډیويي مجله؛ لیکوالان نقد څنګه وزغمي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې کابل کې د دروېش دراني په کتاب کره کتنه شوې ده. په غونډو کې لیکوالان نقد څنګه وزغمي؟ په دې مجله کې شعر ته هم ځای ورکړل شوی. په خپرونه کې یو شمېر نورو مطالبو ته هم ځای ورکړ شوی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *