Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 21.11.2022

د طالبانو حکومت له چيني شرکت د مس عينک پروژې د تړون پلي کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د چین له ام سي سي شرکت څخه غوښتي چې د مس عینک د پروژې د تړون اړوند خپل مسوولیتونه ادا کړي. په همدې هدف د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د مس عینک د پروژې د قراردادي چینايي شرکت ام سي سي له مرستیال اوو مين سره لیدلي. د کانونو وزارت د اعلامیې له‌مخې په دې لیدنه کې د مس عینک پروژې د مختلفو برخو د لرغونو اثارو د انتقال، د شته ننګونو د حل او قراردادونو په اړه بحث وشو. اعلامیه زیاتوي چې شهاب الدین دلاور پر چینايي شرکت غږ وکړ چې د تړون له مخې خپل... Читать дальше...

طالبانو پر پاکستاني عسکرو د بريد په تړاو دغه هېواد ته د يو کس سپارلو راپورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړل چې په سپین بولدک – چمن پوله کې په پاکستاني عسکرو د برید په تړاو یو کس پاکستان ته سپارل شوی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې د کوم کس د تسلیمولو خبر ناسم دی. تر هغه مخکې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د طالبانو حکومت هغه بریدګر پاکستاني لوري ته سپارلی چې یوه اونۍ مخکې یې یو پاکستانی عسکر په ډزو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل. د همدې پېښې په خاطر پاکستاني لوري دروازه تړلې وه. یکشنبه د دواړو خواو تر منځ... Читать дальше...

پاریس: د PTM ملاتړو د ټولو افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

پرون د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) ملاتړو د لاریون پر مهال په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. دوی پر هغه څه هم انتقاد وکړ، چې پر ډیورنډ کرښه له افغان وګړو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو بد چلند بلل شوی دی. زموږ همکار صالح محمد صالح، د بشري حقونو له فعال او د PTM له یوه ملاتړي، زرعلي خان اپرېدي څخه چې په پروني لاریون کې یې ونډه درلوده، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د پاریس په لاریون کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو... Читать дальше...

يوناما د افغانستان پر وضعيت له تاجکستان او ازبکستان سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال مارکوس پوتزل له دغه هېواد او خلکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه د خبرو په هدف تاجکستان او ازبکستان ته تللی دی. یوناما اعلان وکړ چې ښاغلی پوتزل به د دې اونۍ د خپل سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له حکومتي چارواکو سره له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي. یوناما په دې اړه نور جزئيات ورنه‌کړل، خو ويې ويل، چې ښاغلی پوتزل پرون دوشنبې ښار ته ورسېد. مارکوس پوتزل له افغانستانه د منځنۍ اسیا دوو هېوادونو ته سفر کړی دی. Читать дальше...

قطر کې د نړيوال جام پيل؛ کمساري مراسم ورته نيول شوي وو

Pa.azadiradio.com 

د قطر په الخور ښار کې البیت لوبغالی د نړیوال جام د شانداره او له شوره ډکو مراسمو شاهد و. د پرانیستې په مراسمو کې ځانګړې سندرې وویل شوې، په زړه پورې نندارې او اورلوبې وشوې. په البیت لوبغالي کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو لوبه په ژوندۍ بڼه کتله، خو د نړۍ په میلیونونو خلکو د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستې مراسم او لومړۍ لوبه په ټلوېزیونو ولیدله. د نړیوال جام کوربه قطر د تېرې شپې په لوبه کې ښه ونه ځلېد او د اکوادور په وړاندې یې ۲-۰ ماته وخوړه. دا لومړی ځل دی چې قطر په نړیوال جام کې ګډون کوي. نن به... Читать дальше...

پاکستاني چارواکو په مشروط ډول د سپين بولدک - چمن لارې خلاصېدو ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو له طالبانو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د سپين بولدک - چمن لار به په مشروط ډول خلاصوي. چمن – سپین بولدک لار به د ټولو خلکو او ټرانزيټ پر مخ له دوشنبې پرانیستي وي. دا په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ د مرستیال عبدالحمید زهري ژمنه ده چې پرون یې له طالبانو سره تر ناستې وروسته په یوه بیان کې کړې ده. چمن – سپين بولدک وروسته له هغه څه باندې یوه اوونۍ مخکې وتړل شو چې د یوه وسله‌وال بریدګر په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو ویلي وو تر هغو دا لار نه خلاصوي چې طالبان دا کس دوی ته ونه سپاري. Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مشر له لوري د قصاص او حدودو د جاري کېدو موضوع په وروستیو ورځو کې د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو بحثونه پارولي دي. تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده له یو شمېر قاضیانو سره په کتنه کې هغو ته سپارښتنه کړې چې د ځانګړو جرمونو لپاره د شریعت له مخې احکام جاري کړي. حدود او قصاص د شریعت هغه احکام دي چې طالبانو په نوییمه لسیزه کې هم د بېلابېلو جرمونو لپاره تطبیقول. انډیپنډنت: انډیپنډنت ورځپاڼې د همدې موضوع په تړاو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *