Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 23.11.2022

د فوټبال نړيوال جام؛ نن مراکش او کرويشيا لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د سیالیو په لړ کې، نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې مراکش او کرویشیا مسابقه کوي. دویمه لوبه د مازیګر پنځه نیمې بجې د جرمني او جاپان ترمنځ کېږي او په درېیمه لوبه کې به دشپې اته نیمې بجې هسپانیا او کوستاریکا د مسابقې ډګر ته ووځي. څلورمه مسابقه د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې د بلجیم او کاناډا ترمنځ کېږي. په پرونیو مسابقو کې سعودي عربستان وتوانېد په غیرمنتظره ډول ارجنټاین ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړي. ډنمارک او ټونس صفر د صفر په وړاندې مساوي شول. Читать дальше...

د ايران قضايه قوې دغه هېواد کې د ناکراريو په تړاو د ۲۴۰۰ کسانو د تثبيتېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضاییه قوه وايي، چې په ایران کې د ناکراریو د اړوندو جرمونو په تړاو ۲۴۰۰ کسان تثبیت شوي دي. په ایران کې دا ناکرارۍ وروسته له هغې پیل شوې، چې یوه ۲۲ کلنه مېرمن مهسا امیني د ګشت ارشاد پولیسو له خوا په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور توقیف شوه او وروسته سې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه ساه ورکړه. تر دې وروسته په ټول ایران کې اعتراضونه پیل شول. اعتراض کوونکي وايي، مهسا امیني د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده. د ایران د قضاییه قوې ویاند مسعود ستایشي پرون سې شنبه خبریالانو ته وویل، چې څه باندې... Читать дальше...

مراکش کې د يوه بس نسکورېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د مراکش په شمال کې د یوه بس د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۴۳ تنه نور ټپیان شول. چارواکي وايي، دغه بس پرون سې شنبه له د شمال ختیځې غرنۍ سیمې د تازه ښار په څو کیلومترۍ کې نسکور شو. د مراکش چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي. په مراکش کې زیات خلک د اوږدو سفرونو لپاره بسونه کاروي، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې چې ډېری خلک په کې د موټرو رانیولو وس نه‌لري. په دغه هېواد کې زیات وخت ټرافیکي پېښې کېږي، چې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړوي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله پرون سرېلانکا ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم په متحده عرب اماراتو کې له تمریناتو وروسته پرون سرېلانکا ته ورسېده. په پام کې ده، د افغانستان او سرېلانکا د کرېکټ ملي ټیمونه په پالیکي نړیوال سټډیوم کې راروانه جمعه، یکشنبه او چهارشنبه په خپلو کې درې نړیوالې یو ورځنې یا پنځوس اووره مسابقې وکړي. د حشمت اله شهیدي په لوبډلمشرۍ د کرېکټ ملي لوبډلې په دې نوي ترکیب کې ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې کندهار او خوست کې له طالب چارواکو سره ليدنې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې د کندهار او خوست له ولایتي چارواکو، دولتي ویاندويانو او خبریالانو سره د معلوماتو د ترلاسه کولو پر موضوع خبرې وکړې. دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د رسنیو پر مالي ستونزو هم خبرې وشوې او د حل غوښتنه یې وشوه. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان شکایت لري، چې د طالبانو چارواکي او ویندویان پر وخت معلومات نه ورسره شریکوي. وروسته له هغې چې څه باندې ۱۵ میاشتې مخکې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په لسګونو رسنۍ... Читать дальше...

د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان سره د روغتيايي تجهيزاتو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان، افغانستان ته د اضطراري بستو په ګډون د ۶۹۰ مټریک ټُنو په اندازه د روغتیايي تجهیزاتو د لېږد خبر ورکړ. دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان په ۹۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ مرکزونو ته لېږل شوي دي. په دوام کې ویل شوي، چې د ژمي پر مهال به دغو روغتیايي مرکزونو ته د سړې هوا له کبله تګ راتګ بند شي. د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، دغه روغتیايي تجهیزات به د درېیو میاشتو لپاره بس وي او نږدې څلور ملیون کسانو ته به ورسېږي. ګڼ کسان وايي، چې دا مهال په دولتي روغتونونو... Читать дальше...

افغانستان کې د سينه‌بغل او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هغو روغتونونو ته چې دوی یې ملاتړ کوي، په خوارځواکۍ او سینه بغل د اخته کسانو د انتقال بهیر زیات شوی دی. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا (ICRC) ویاند پروېز احمد فیضي پرون په دې باب د ارقامو له وړاندې کولو پرته وویل: "د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر ملاتړ لاندې روغتونو کې په خوارځواکۍ او سینه بغل د اخته کسانو لېږد زیات شوی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ۳۳ لویو روغتونو مالي ملاتړ کړی. تر لسو زرو د ډېر پرسونل معاشونه، د درملو او روغتیايي توکو لګښت برابر کړی دی. Читать дальше...

سره صليب نړېوالې کمېټې افغانستان کې د بشري بحران پراخېدو ته اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د روان بشري بحران په اړه ، چې په ملیونونو کسان یې اغېزمن کړي، اندېښنه لري. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا (ICRC) ویاند پروېز احمد فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د بشري بحران لا پراخېدو ته اندېښنه لري، چې په افغانستان کې یې ملیونونه وګړي اغېزمن کړي دي. زیاتېدونکو اقتصادي ننګونو د افغانستان خلکو ته د را روان ژمي په وړاندې مقابله سخت کړې ده. په افغانستان کې په ملیونونو افغانان کافي خواړه نه‌لري، چې په راروان ژمي کې ځانونه تودولی نه‌شي.

د فوټبال نړيوال جام کې د سعودي عربستان بريا؛ پاچا يې نن عمومي رخصتي اعلان کړې

Pa.azadiradio.com 

د سې شنبې ورځې په مسابقه کې د سعودي عربستان هېښوونکې بریا، ارجنټاین ته سخت ټکان ورکړ. د سعودي عربستان د ټیم ملاتړو باور نه کاوه، چې دغه لوبه دې دوه د یو په وړاندې د دوی د خوښې ټیم په ګټه پای ته رسېدلې وي. د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په ټولو برخو کې دغه بریا په خوښیو سره ولمانځل شوه. ځینو نڅاګانې وکړې او ځینو نورو د سعودي عربستان ملي بیرغ په خپلو موټرونو کې یوې او بلې خوا ته ګرځاوه. العربیه خبري شبکې د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان ال سعود تصاویر خپاره کړل، چې له ارجنټاین سره د... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *