Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 03.05.2023

سوډان کې ښکېلو غاړو پر اوه ورځني اوربند موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې د جګړې ښکېلو غاړو له را روانې پنجشنبې پر اوه ورځني اوربند موافقه کړې ده. د سوډان د جګړې ښکېلو ډلو پرون سه‌شنبه له اووه ورځني اوربند سره موافقه وکړه، چې له راروانې پنجشنبې به نافذېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په پلازمېنه خرطوم کې د هوايي حملو او د ډزو دوام وروستی لنډمهاله اوربند ګډ وډ کړ. د جنوبي سوډان د بهرنیو چارو وزارت چې په سوډان کې یې د روانې جګړې د درېدو د منځ‌ګړیتوب وړاندیز کړی په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنوبي سوډان ولسمشر سالوا کیر د اوږدمهاله اوربند پر اهمیت او د استازو پر... Читать дальше...

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ عبیدي: طالبان د رسنیو او د بیان پر ازادۍ باور نه لري

Pa.azadiradio.com 

نن د مې میاشتې درېیمه 'د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ' ده او په افغانستان کې داسې وخت نمانځل کېږي چې پر رسنیو تر بل هر وخت فشارونه زیات شوي دي. د مې میاشتې درېیمه یا د رسنیو د ازادیو نړیواله ورځ نن په نوره نړۍ کې داسې وخت نمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا پر رسنیو فشارونه زیات شوي دي. په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د بنسټ مشر حامد عبیدي وايي، د طالبانو چارواکي د رسنیو او د بیان پر ازادۍ باور نه لري. هغه وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې دننه، د بیان ازادي تقریباً له منځه تللې ده. Читать дальше...

د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون: د طالبانو عمومي عفوه دروغ ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چې طالبانو منحل اعلان کړی وايي، د طالبانو حکومت د روڼ اندو، متنفذينو او پخوانيو پوځيانو نيولو، تهديد او شکنجې ته دوام ورکړی دی. ياد کمېسيون د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ د غزني د شاعر او ليکوال ذبيح‌الله عیار د نيولو يادونه کړې چې لا نه‌دی خوشې شوی. د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، طالبانو پخوانی سرتېری ذکر الله هم نيولی چې لا يې برخليک نه‌دی معلوم. دغه کمېسيون د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې په غزني کې پخوانۍ پوليسه مهتاب همدرد د غوايي يا ثور پر اوومه نيول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده. Читать дальше...

د ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو د برابرې برخې اخیستنې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د برابرې، بامفهومې او خوندي برخې اخیستنې غوښتنه وکړه. دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو چې د افغانستان پر بنسټپالو واکمنانو نفوذ لري، غوښتنه کوي چې له دغو اقدماتو تر شا کېدلو ته یې وهڅوي. طالبانو په غیردولتي موسسو او وروسته د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول. په افغانستان کې لا هم نجونو ته تر... Читать дальше...

ګوټېرېش: د افغانستان په اړه بله غونډه کې د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړه شي چې هلته به د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث وشي. انټونیو ګوټېرېش پرون په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوه کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه. کله چې پوښتنه وشوه چې د افغانستان په تړاو به د نړیوالې ټولنې بل اقدام څه وي، په ځواب کې ګوټېرېش وویل: "څو ابتکارتونه روان دي، ما په نږدې راتلونکي کې د یوې بلې غونډې له جوړولو سره موافقه وکړه، هلته... Читать дальше...

د اسټرالیا دولت پر تنباکو ماليات ډېروي

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا دولت د تنباکو څکولو او کارونې پر وړاندې د مبارزې لپاره په راروانو څلورو کلونو کې پر تنباکو د مالياتو زياتولو خبر ورکړی. د اسټرالیا د روغتیا وزیر مارک بټلر پرون سه‌شنبه وویل، څنګه چې دولت غواړي نوی نسل په نیکوتین له روږدېدو وساتي، د شوق له مخې به د تنباکو کارول منع شي. د هغه په وینا، پر تنباکو به له سټمبر میاشتې په کال کې مالیه ۵ سلنه زیاته شي چې په راروانو څلورو کلونو کې به ۲ اعشاریه ۲ امریکايي ميلیاردو ډالرو ته زیات شي. د اقتصادي همکاریو او پرمختیايي هېوادونو په سازمان کې اسټرالیا... Читать дальше...

چين له ميانمار سره پر پوله د ثبات د ټينګښت غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر له میانمار سره د خپل هېواد پر پوله د سرحدي جنايي فعالیتونو په وړاندې د مبارزې او هلته د ثبات د ټینګښت غوښتنه وکړه. چین ګانګ پرون سه‌شنبه د یوې ناکرارې سرحدي سیمې د کتنې پر مهال دغه خبره وکړه. د چین او میانمار ترمنځ دغه پوله دوه زره یو سل او نهه ویشت کیلومتره ده، په ځنګلونو له پوښل شویو غرونو تېرېږي او له مودو راهیسې چین ته ورباندې مخدره مواد قاچاقېږي. د طلايي مثلث په نوم مشهوره سیمه د لاوس، میانمار او ټایلنډ ترمنځ پرته ده، چې بدنامه ګڼل کېږي. ملګرو ملتونو ویلي، کله... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د سوډان د جګړې له امله نږدې درې نيم لکه کسان بې‌کوره شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله تر درې لکه او ۳۰زرو ډېر کسان له خپلو کورونو، نورو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي. دغې ادارې پرون سه‌شنبه ویلي، تر یو لک زیات نور کسان د سوډان سرحدي سیمو ته تښتېدلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، تر اته سوه زرو ډېر نور کسان ښايي د سوډان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي، ځکه په سوډان کې د دوو پوځي جنرالانو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده. په سوډان کې د اپرېل پر ۱۵مه د واک پر سر د چټک ملاتړ د ځواکونو... Читать дальше...

ګاونډيو هېوادونو کې د مخکیني نظام ځینې سرتېري: ورځ تر بلې مو ستونزې ډېرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ګاونډیو کې مېشت د مخکیني نظام افغان پوځیان وايي، ورځ په ورځ یې ستونزې په زیاتېدو دي. دغه پوځیان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانستان د خوندیتوب لپاره تر بل چا زیاته قرباني ورکړې، خو اوس یې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې روزګار تریخ شوی دی. وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او پخواني امنیتي ځواکونه یې سره وپاشل، زیاتو پوځیانو د طالبانو د مجازاتو له وېرې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، تر ډېره ایران ته پناه یووړه. ... Читать дальше...

ګوټېرېش: په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه بله ناسته جوړه شي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاين: د برېتانیا چاپ مېل انلاین ورځپاڼې د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش په څرګندونو یو راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي، د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناسته د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو له استازي پرته په داسې حال کې پای ته ورسېده چې ګوټېرېش وویل، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه بله ناسته جوړه شي. په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله راغلي چې دا ناسته د طالبانو د رسیمت پېژندلو لپاره نه،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *