Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 18.05.2023

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ایران د اوبو حق باید ورکړي کینې “وروسته دې بیا شکایت نه کوئ.” د ایران ولسمشر نن (پنجشنبه) سویلي ایالت سیستان او بلوچستان ته په سفر کې دغه خبره وکړه. د افعانستان د هلمند سیند اوبه د ایران سیستان او بلوچستان ایالت ته بهېږي. طالبان د ایران د اوبو حق د ادعا په تړاو څه وايي؟

افغانستان کې د ناټو تېر ماموریت؛ هالنډ په کې د خپلې ونډې د ارزونې راپور خپور کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو او د جمهوري نظام د نسکورېدو نږدې دوه کاله وروسته د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د خپلې د ونډې ارزونې راپور خپور کړ. د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم دا څرګنده وه چې افغان امنیتي ځواکونه په خپله د امنیت د تامینولو توان نه لري، خو امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو یوه اړخیزه پرېکړه عملي کړه. د دغه وزارت په وینا، د امریکا د ياد اقدام په پایله کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ختمېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو. Читать дальше...

سيد ماهي شاه: د تعليمې ادارو زده کوونکي بايد له هنري زده کړو بې برخې پاتې نه شي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه سندرغاړی سيد ماهي شاه دی. نوموړی د کرک د يوه کلي او په پېښور پوهنتون کې د انګريزي ادبياتو استاد دی. ماهي شاه د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او تر اوسه يې يوشمېر غزلونه ويلي دي. دی وايي، د خيبر پښتونخوا د تعليمي ادارو زده کونکي له هنري زده کړو، په تېره د موسيقۍ له هغو محرومه ساتل کېږي. ماهي شاه پر زده کوونکو غږ کوي چې د خپل دې حق ګتلو لپاره قانوني لارې چارې خپلې کړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د مرستو د څار یوه اداره: له افغانستان سره د بریتانیا مرستې خورا کمې شوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د مرستو د څار ادارې یوه چارواکي د دغه هېواد حکومت د افغانستان له خلکو سره په نه ملاتړ تورن کړی دی. ۲۹کلن رحیم چې د کابل د دارالامان سیمې اوسېدونکی دی پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې د یوې خصوصي رسنۍ سره په تخنیکي برخه کې کار کاوه او په خبر یې په هماغه معاش به یې خپلې شپې او ورځې تېرولې. رحیم ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له راتګ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. نوموړی وايي: "په یوې خصوصي رسنۍ کې مې کار کاوه،... Читать дальше...

د افغان ملګي وګړو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو او سرغړونو پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې دېره د بشري حقونو یوې ډلې نن یوه نقشه خپره کړه چې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو راهیسې د ملکي وګړو پر وړاندې د بشري حقونو پراخې سرغړونې او د تاوتریخوالي پېښې يې مستندې او ثبت کړي دي. دغه نقشه چې په بریتانیا کې 'د اطلاعاتو د انعکاس لپاره د خپلواک او غیر انتفاعي مرکز' له خوا چمتو شوې، د طالبانو او د هغو سخت دریځو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په نوم پېژندل کېږي تخلفات ثبت او مستند کړي دي چې د ننني افغانستان یو وېروونکی انځور ترسیموي. په دې نقشه کې تر ۴۵۰ ډېرې ویډیوګانې، پر شیعه... Читать дальше...

افغان ملي اتڼ د امریکا د یوه پوهنتون په درسي نصاب کې شامل شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان ملي اتڼ د امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل شوی دی. دا لومړی ځل دی چې اتڼ په نړیواله کچه د داسې یو مشهور پوهنتون په نصاب کې شاملېږي. د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ وايي، د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده. نوموړی وايي: "کله چې مو په لومړي ځل په ټولګي کې دا نڅا له محصلانو سره یو ځای تجربه کړه، ټوله خونه انرژۍ، جوش او ستاینې پر سر... Читать дальше...

د موټرو مستري‌توب؛ د يو افغان مستري د ژوند او کاروبار کيسه

Pa.azadiradio.com 

د موټرو مستري‌توب ښايي په افغانستان کې چېرته چې په نړیوال سټنډرډ برابر وسایل او موټرې نه‌شته سخت وي، خو ځینو ته د پیسو د ګټلو ښه لاره هم ده. مستري فرید احمد او ورونه يې د جوزجان ولايت شبرغان ښار کې د موټرو جوړولو ورکشاپ لري. د دې ورکشاپ مالک، فرید فرارون چې ۲۲ کاله عمر لری وایي، د لسو کلونو راهیسې مستري‌توب کوي او د دې تر څنګ د جوزجان ولایت په پوهنتون کې د انجینري پوهنځي د څلورم کال محصل دی. فرید فرارون چې دا کسب یې د خپلې علاقې له مخې غوره کړی وايي، کله چې د ښوونځي زده کوونکی و دې کار ته یې مخه کړه. Читать дальше...



د ايران ولسمشر له طالبانو په زغرده د هلمند سیند اوبو کې د حق غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د طالبانو له حکومته په زغرده غوښتي چې د هلمند د سیند د اوبو حق یې ورکړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ريیسي سیستان بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، طالبان دې د ده خبرې بابیزه نه ګڼي. نوموړي ويلي: "د سیستان بلوچستان خلک چې له هلمند د اوبو کوم حق لري، هغه د خلکو حق دی. زه د افغانستان حاکمانو ته عرض کوم چې زمونږ مطلب دې عادي نه ګڼي، دا دې ډېره جدي وګڼي." رییسي وویل، که چېرته د افغانستان لوری دا پلمه کوي چې په بند کې اوبه کمې شوي، نو باید د ایراني متخصصانو یوه پلاوي ته اجازه ورکړي چې سیمه له نږدې وګوري. Читать дальше...

چارواکي: پر کییف او ځینو نورو سیمو د روسیې راکټي بریدونه شنډ شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، روسيې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کیيف او نورو سیمو د راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ټول يې د هوايي دفاعي ځواکونو له‌خوا شنډ شوي دي. دا د روانې میاشتې له پیل راهیسې پر کیيف د روسیې نهم هوايي برید و. د اوکراین په جنوب کې د مطبوعاتو د همغږۍ د مرکز مشرې ناتالیا هومنیوک نن د مې په ۱۸ مه وویل، پرون ماښام د اودیسه پر ښار یو زورور راکټي برید وشو. د راپور له مخې سره له دې چې ډېری راکټونه شنډ شوي، خو بیا یې هم مرګ‌ژوبله اړولې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز... Читать дальше...

مککال: افغان نجونې طالب وسله‌والو سره واده کولو ته اړ ايستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال وايي، په افغانستان کې نجونې له طالب وسله‌والو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي. نوموړي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د ننګونو په اړه په پرون په واشنګټن ډي سي کې په یوه ناسته کې ویلي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو بندیزونو ترڅنګ یو شمېر افغان نجونې مجبورې کړي چې له طالب وسله‌والو سره ودونه وکړي. نوموړی همدا شان ادعا کړې چې دا نجونې د جنسي ځورونې له دوامداره ګواښونو سره هم مخ دي. هغه ويلي: "د خپلو حقونو او... Читать дальше...

افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو اندېښنې څومره جدي دي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو په برخه کې د نقص مواردو په تړاو امریکايي چارواکو اندېښنې څرګندې کړې دي. د امریکايي چارواکو اندېښنې څومره جدي دي؟ د ازادي راډیو خبریال محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې قمر نیازۍ نه مطرح کړې ده. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ایم‌ایس‌ایف: هلمند کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بې پولې ډاکتران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د بې‌سارې ډېرېدو خبر ورکوي. د هلمند په بُست روغتون کې له يوې خوارځواکې بستري ماشومې سره راغلې مېرمن وايي: "د څلورو میاشتو ده، دا یې یوولسمه شپه ده چې دلته بستر ده، لوږې دې حال ته رسولې، اوس ډاکتران وایي چې په خوارځواکۍ اخته ده ." نوموړې وايي، ماشومه د نامناسبې تغذیې له وجې په خوارځواکۍ اخته شوې. دا مېرمن چې د خوارځواکې ماشومې خپلوانه ده وایي، د دې نجلۍ کورنۍ ته یې ویلي وو چې لور یې د خوارځواکۍ په خوا روانه ده، خو... Читать дальше...

يو افغان ځوان له زده‌کړو محرومو ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځی جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د کابل په ختیځ کې د وزیر خان په نوم یو ځوان د خپلې سیمې هغو لسګونو ماشومانو ته چې له زده‌کړو محروم وو، ګرځنده ښوونځی جوړ کړی دی. د دې ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان او زېړي لمر لاندې ناست دي او درس وايي. دغه ټولګی ودانۍ نه‌لري او زده کوونکي یې کله یو او کله بل ځای راټولېږي چې درس ووايي. د 'نن ماشوم' ښوونځی چې اوسمهال درې ټولګي لري او پنځه مضمونه سیرت النبي، پښتو، دري، انګلیسي او د وینا فن په‌کې تدریسېږي، د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر کې د وزیر خان په نوم د یوه ځوان له‌خوا جوړ شوی. وزیر... Читать дальше...

بايډن د جي۷ هېوادونو غونډه کې د ګډون په موخه جاپان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن نن د مې ۱۸مه د نړۍ د اوو لویو صعنتي هېوادونو G7 په غونډه کې د ګډون لپاره د جاپان هیروشما ښار ته رسېدلی دی. د ولسمشر بایډن ایر فورس ون الوتکه د هیروشیما په لوېدیځ کې د امریکايي سمندري ځواکونو په اډه کې ښکته شو. دا هغه ځای دی چې د مې تر ۲۱مې به په کې د اوو لویو صعنتي هېوادونو غړي سره وویني. جو بایډن به په پایوانیوګینی او اسټرالیا کې له مخکې ټاکل شوي تمځایونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: عمران خان باید ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې پاکستاني پولیسو لا د مخکیني صدراعظم عمران خان کور محاصره کړی دی، د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان وايي، عمران باید ونیول شي. هغه دا خبرې له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون اج نیوز سره تېره شپه ناوخته په یوه مرکه کې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي: "د عمران خان پر ضد قضیې ثبت شوي او هر څه په کې ثابت دي." په همدې حال کې عمران خان له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه ویلي، پولیسو يې د لاهور په زمان پارک کې کور کلابند کړی دی او غواړي چې بیا يې ونیسي. عمران خان یو ځل بیا... Читать дальше...

امريکا وايي له افغانستانه د ترهګرو بریدونو د مخنيوي لپاره د څار نظام پراخوي

Mashaalradio.com 

په راپور کې زیاته شوې چې اوسمهال په افغانستان کې د امريکا د دفاع ورازت او د امريکايي پوځ د استخباراتي معلوماتو راټولولو وړتيا محدوده ده. خو زیاته شوې چې امريکا د هوا له لارې د معلوماتو راټولول ازمويي.

فوټبال؛ مانچسټر سیټي د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د اتلانو په دویمې نیمه پایلوبې کې مانچسټر سیټي لوبډلې ۴ - ۰ ریل ماډریډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. دغه سیالي د چهارشنبې ماښام ناوخته د انګلستان د مانچسټر ښار په اتحاد لوبغالي کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې بیرناډو سیلوا دوه، مانوېل اکانجي او جولیان الواریز یو یو ګول وواهه. مانچسټر سیټي لوبډله به په پایلوبه کې له انټر میلان لوبډلې سره سیالي وکړي. انټر میلان لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ای سي میلان ته ماتې ورکړې وه. ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د را روانې جون... Читать дальше...

کندهار کې د توتانو موسم؛ د پېر او پلور بازار يې ګرم دی

Pa.azadiradio.com 

اوس چې د کندهار په باغونو کې توت حاصل ته رسېدلي ورسره سم سلګونو کسانو د توتانو پلورلو ته مخه کړې ده. توت پلورونکي وايي، سږ کال د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېرو کسانو د توتانو خرڅولو ته مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د شالمار دودیزه مېله چې معمولاً د توتانو د پخېدو پر مهال ترسره کېږي، سږ کال پر ډول او موسیقي د طالبانو د بندیز له امله په کمرنګه توګه ونمانځل شول. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هلمند ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

هلمند ولایت ته په‌ دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او هلته د افغاني خوړو او د سيمو له ليدو خوند اخلي. په دغو سیلانیانو کې چې نیمايي برخه يې ښځې دي، وايي، د سيمې هوا په زړه پورې او د خلکو چلند ورته د خوښۍ وړ و. دغه ولایت ته په‌ دې وروستیو کې د اسټرالیا، بریتانیا، جاپان، فرانسې او سلواکیا اوسېدونکي د تاریخي سیمو د لیدو لپاره ورغلي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د چين استازی: د اوکراين جګړې ښکېل لوري دې د مذاکراتو لپاره شرايط برابر کړي

Pa.azadiradio.com 

د چین ځانکړی استازی وایي، د اوکراین د جګړې لپاره حل لار نه‌شته، خو له ښکېلو خواو يې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره شرایط برابر کړي. د چین د ځانګړي استازي دا څرګندونې نن د ­مې ۱۸مه د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې اوکراین ته د هغه له سفر وروسته خپرې کړي دي. د چین ځانکړی استازی لي هوی د روانې اونې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځ د اوکراین په سفر و. د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، د چین ځانکړي استازي لي د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي، د بهرنیو چارو وزیر دیمیټري... Читать дальше...

اوچا: لوکسامبورګ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۵۰ زره ایرو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د لوکسامبورګ د نوې مرستې خبرې ورکوي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې لوکسامبورګ له دې صندوق سره د درې نیم سوه زره ایرو نوې مرسته کړې ده. اوچا ویلي، دې هېواد له ۲۰۲۰ م کال راهیسې د بشري مرستو له دې صندوق سره په منظم ډول مرسته کړې چې د بسپنې اندازه یې یو ميلیون او ۵۸۰ زره ایرو ته رسېږي. اوچا له دې مخکې ویلي و چې روان ۲۰۲۳ کال د افغانستان د نفوس دوه په درېیمه برخه یعنې ۲۸ ميلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

چارواکي: بریتانيا افغانستان له پامه غورځولی او مرستې یې ورسره کمې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پر مرستو د څار بنسټ یوه چارواکي له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو د کمېدو د خبر ترڅنګ د بریتانیا حکومت تورن کړی چې د افغانستان خلکو ته یې شا کړې ده. د مرستو د اغېزو خپلواک کمېسیون یا 'آسي اې آی' کمېشنر سرهیو بیلي چې له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو په اړه یې د څېړنیز راپور د چمتو کولو مشري کړې ویلي، تمه کېږي چې بریتانیا سږ ۲۰۲۳ مالي کال چې د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې دوام دوام کوي، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې سل ميلیون پونډه چې ۱۲۵ ميلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته وکړي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *