په افغانستان کې د زېږونونو پر مهال د مړینې نوې شمېرې اعلان شوې
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کې په هرو ۷ ثانیو کې یوه مور یا یو ماشوم مري. د غرني ولایت اوسېدونکی عبدالصمد وایي، څو میاشتې مخکې یې مېرمن او ماشوم پر وخت د روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون پر مهال مړه شول. نوموړی وایي، خپله مېرمن یې د دغه ولایت له یو لرې کلي څخه پر موټر سایکل روغتیايي کلینیک ته ورسوله. نوموړی وايي: "له کلې ډېر لرې وم، خپله مېرمن مې په موټر سایکل کلینیک ته راويسته، بیا مې یې مور ورته وغوښته او بیا مې وغوښتل خویندې یې ورته وغواړم، نیم ساعت وروسته راته زنګ راغی چې مېرمن دې په عذاب ده او په حق ورسېده. Читать дальше...