Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د ټرمپ له ښه کېدو سره سم د اسیا بازارونو کې د ونډو بیې لوړې شوې

0
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیایي وضعیت په اړه د مثبتو راپورونو له خپرېدو وروسته د جاپان او سویلي کوریا د ونډو بازارونو کې بیې لوړې شوي. 


پانګه وال او د ونډو خاوندان په دغو راپورونو خوشحاله شوي دي. 


ولسمشر ټرمپ چې په کرونا ویروس اخته شوی، تېر ماښام له پوځي روغتونه د لنډې شېبې لپاره ووت او په یوه زغروال موټر کې یې د خپلو مینه والو مننه وکړه.


هغه زیاته کړه: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن [میلانیا ټرمپ] هم په ښه کېدو ده."


ولسمشر ټرمپ له تېرې جمعې د واشنګټن په یوه پوځي روغتون کې دی.  


هغه پرون په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي وو، په کویډ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د دې ناروغۍ په اړه په ډېرو شیانو پوهېدلی دی. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *