۱۵ کلن افغان کرکټر نور احمد لکڼوال د نړۍ یو له تر ټولو سترو لیګونو کې لوبېږي
د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سپېنر باولر یا سلو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د استرالیا کرکټ په «بېګ باش» سیالیو کې لوبېږي. نور احمد لکڼوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د نړۍ سترو لیګونو کې لوبېدل د هر افغان لوبغاړي ارمان دی او ده هم دا ارمان په زړه کې پاللی و. لکڼوال زیاتوي: "له «ایپياېل» وروسته په بېګ باش غوندې لیګ کې چې د نړۍ یو له سترو لیګونو څخه دی او په دې لیک کې زما لوبېدل زما لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای دی، زما لوی ارمان دا دی چې د افغانستان په ملي ټیم کې ولوبېږم... Читать дальше...