Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 12.10.2020

سپريم کورټ وزیر اعظم عمران خان ته نوټس لېږلی

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه (نن) وزیراعظم عمران خان ته د واکمن تحریک انصاف ګوند د وکیلانو ټولنې انصاف لایرز فورم په غونډه کې د ګډون او د دې غونډې لپاره د ولسي مرستو کارولو په تور نوټس ورلېږلی دی.  د سپريم کورټ د دوه کسيزه ججانو ډلې د پنجاب صوبې د ځمکو د يوې قضيې په اورېدنه کې جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، عمران خان د يوه ګوند وزیراعظم نه بلکې د ملک وزيراعظم دی. نوموړي جج ويلي وزیراعظم څنګه ریاستي وسيلي غلطې کارولی شي دا د بنيادي حقونو سره تړلې خبره ده. جسټس فايز عيسا ویلي دغه معامله... Читать дальше...

عبدالله عبدالله: د سولې خبرو له پیل سره تاوتریخوالی زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو له پیل سره نه‌یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه‌دی، بلکې زیات شوی دی. عبدالله عبدالله وايي، افغانان له هغو خبرو ملاتړ کوي چې وینه تویونه ودروي، د ده په وینا ولس د بین‌الافغاني خبرو پایلې ته هیله‌مند دی، خو د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړي دي. ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۱» په کابل کې د «زم زم» په نوم د خیره بنسټ په پرانیست غونډه کې وویل، خلک له روان وضیعت څخه ستړي شوي او لازمه ده چې افغان‌وژنه نور ودرول شي. Читать дальше...

په کابل کې د یو ډاکتر وژل کېدل

Pa.azadiradio.com 

ډاکتر سید مظفر موسوي ۲۷ کلن او د طب پوهنځي محصل و. نهه میاشتې مخکې یې کوژده کړې وه او واده‌یې نږدې و. خو د نوي ژوند تر پیل دمخه د تل لپاره د خاموشانو دنیا ته ولاړ. شفیع کریمي پرې راپور جوړ کړی چې خان محمد سیند یې وړاندې کوي.

سوله افغان سېکهانو ته په څه معنی ده؟

Pa.azadiradio.com 

افغان سېکهان چې په افغانستان کې دیني اقلیت ګڼل کېږي، د سولې په پروسه او له سولې وروسته خپل حقونه غواړي او په دې تړاو اندېښنې هم لري. دا چې د افغان سېکهانو غوښتنې او اندېښنې څه دي؟ هیلۍ اسد پرې راپور لري.

اذربایجان او ارمنستان په نګورنو قره‌باغ کې بیا جګړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. دواړه لوري یو بل د روسیې په منځګړیتوب د نافذ شوي اوربند په ماتېدو تورنوي. دغه اوربند د اکټوبر پر ۱۰مه په مسکو کې وشو. د اذربایجان دفاع وزارت نن ارمنستان تورن کړ چې د اوربند تړون ته ژمن نه‌دی او زیاتوي چې د دغه هېواد ځواکونو په پرله‌پسې ډول هڅه کړې چې د اذربایجان پوځي اهداف په نښه کړي. اذربایجان وایي ارمنستان  پرون په ګنجه ښار کې پر ملکي اهدافو راکټي بریدونه کړي او په ځواب کې دوی پر ارمني ځواکونو هوایي بریدونه وکړل. Читать дальше...

کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۵ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي نن په کندز ولایت کې د هاوان مرمۍ په لګېدو وژل شوي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷ تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي. فواد امان وایي دا هاوان مرمۍ وسله‌والو طالبانو نن سهار پر ښار توغولې ده.   ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې نږدې ۱،۳۰۰ ملکي وګړي د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونو په هلمند کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي حملې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي. ساني لګېت نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي. د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو... Читать дальше...

پر لښکرګاه حمله؛ 'طالبانو پر لویو ښارونو د حملې نه‌کولو ژمنه ماته کړې'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو خپله هغه ژمنه چې پر لویو ښارونو به حملې نه‌کوي ماته کړې ده. د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو له‌خوا حملو او د ځینو سیمو نیول، د طالبانو د دوحې هغه ژمنه تر پوښتنې لاندې وړې چې په لویو ښارونو به حملې نه‌کوي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا خپلو ژمنو کې پاتې راغلي. د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو ډلې په وروستیو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او ډېرېو افغانانو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. Читать дальше...



د وزیر اعظم سلاکار جنرل باجوه مستعفي

Mashaalradio.com 

وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو  ځانګړي سلاکار ریټایرډ لیفټننټ جنرل عاصم باجوه د خپلې دندې پرېښودو اعلان کړی دی.   نوموړي نن پر ټویټر لیکلي چې وزیراعظم ته یې د اطلاعاتو د ځانګړي سلاکار د دندې پرېښودو خواست کړې وو چې هغه منظور کړی دی.  عاصم باجوه له هغې وروسته تیره میاشت وزیراعظم ته خپله استعفا ورکړه چې پرې له خپل امدنه د زیاتو اثاثو لرولو او د هغې د نه ښکاره کولو تورونه پورې شول. خو عاصم باجوه په ټویټر دې تورونو ردولو سره ویلي ول چې تل یې د پاکستان د وقار لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم کوي... Читать дальше...

چارواکي: ارزګان کې د یو شمېر قوماندانانو په کډون ۱۸ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان لایت سیمه‌ییزو چارواکو په دهراوود ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د یو شمېر قوماندانانو په کډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجری نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ په ښکته لنډیانه سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر امنیتي پوسته برید وکړ او وروسته افغان ځواکونو ورسره جګړه پیل کړه. نوموړی وايي یاده جګړه کې د یوې امنیتي پوستې د قوماندان په کډون درې ملي پولیس هم وژل شوي او دغه‌راز ۱۰ ملکیان په دې جګړو کې ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

هلمند کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سیمو د نیولو لپاره جګړه روانه ده. پرون د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه طالبانو ونیوله چې افغان ځواکونه‌یې د بېرته نیولو لپاره جنګېږي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي تر اوسه په دغو ځمکنیو او هوایي بریدونو کې یې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو کره شمېر یې نه‌دی یاد کړی. نوموړي ازادي راډیو ته د هغو سیمو په اړه وویل چې له بېګاه عملیات په‌کې شوي. هغه زیاته کړه: "افغان ځواکونه په نمبر یک شاهراه کې په عملیاتو بوخت دي، په ناوې... Читать дальше...

اندرابي د کابل جنایي مدیرانو ته د مجرمینو د پېژندنې او نیولو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د کابل ښار ټولو جنایي مدیرانو ته د مجرمینو د پېژندنې او نیولو امر کړی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر د ښاغلي اندرابي د دې امر په اړه خبر ورکړی دی. تر دې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر پر مجرمینو د ډزو اجازه ورکړې وه. په پلازمېنه کې د وروستیو ناامنیو په دوام د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي تېر ماښام شااوخوا ۷:۴۵ دقیقې وسله‌والو غلو، د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.

کندز کې ۲۵۶ زره ټنه وریجې تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

له جګړې څخه مخکې کلونو کې یې کندز د افغانستان د غلو کندو باله. دې ولایت د هوارو ځمکو او پراخو اوبو په لرلو هر کال په زیاته اندازه غنم او وریجې تولیدولې چې وروسته پرې جګړو او کډوالیو اغېز وکړ او د ځمکو حاصلات‌یې راکم کړل. خو په وروستیو کلونو کې یو ځل بیا کرنه په دې ولایت کې د غوړېدو او ودې په حال کې ده. تازه د کندز چارواکي وايي، سږ کال د شولو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي. د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافذ وايي، سږ کال په دې ولایت کې څه باندې ۵۴ زره هکتاره... Читать дальше...

تاجکستان کې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه؛ امام علي رحمن د ۵مې دورې ولسمشري ګټلې

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښيي چې امام علي رحمن د بلې پنځمې دورې لپاره ولسمشري ګټلې ده. د تاجکستان د ولسمشرۍ د تېرې ورځې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښیي چې په ۱۰۰ کې نږدې ۹۱ رایې د دې هېواد د اوږدې مودې واکمن امام علي رحمن ته ورکړل شوي او د یوې بلې اووه کلنې دورې لپاره‌یې ولسمشري ګټلې ده. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې په دې هېواد کې انتخابات چې د حکومت تر کلک کنټرول لاندې ترسره شول، تر ډېره تشریفاتي بڼه لري. د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون بختیار خدایارزاده... Читать дальше...

'ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر ۱۴ میاشتنی غیابت'

Pa.azadiradio.com 

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګر۱۴میاشتې کېږي امریکا ته تللې، خو بېرته نه ده را ستنه شوې. د ولسي جرګې اداري پلاوي او دارالانشا کې دوو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، د فاریاب استازې رنګینه کارګر۱۴ میاشتې وړاندې د ۱۳۹۹ کال په زمري میاشت کې د دغې جرګې په سیاسي پاسپورټ د ماشوم د زېږون لپاره امریکا ته تللې، خو تر اوسه بېرته ولسي جرګې ته نه‌ده راستنه شوې. سرچینه زیاتوي، رنګینه کارګر نه‌یوازې دا چې په دومره موده کې یې حاضري نه‌ده قید شوې، بلکې هره میاشت‌یې د خپلو ساتونکو او موټر چلوونکي له... Читать дальше...

افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو د نه‌خوندیتوب له ستونزې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ښايي د هغو افغانانو شمېر چې سږ ۲۰۲۰ کال د خوړو د نه‌خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي، ۱۵ میلیونو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا له دې ستونزې سره د مخامخ وګړو په ۱۰۰ کې ۶۰ ښايي ماشومان وي. په کابل کې د «WFP» ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل په افغانستان کې د خوړو له نه‌خوندیتوب سره د مخامخ خلکو د شمېر د زیاتېدو یو علت د کرونا د وبا له کبله د خلکو وزګارېدل دي. اماني زیاته کړه: "د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې له ۱۲ میلیونو زیات خلک د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخامخ وو. Читать дальше...

نهه کلنه نجلۍ پر ټولنیزو شبکو پیغام لرونکې ویډیوګانې خپروي

Mashaalradio.com 

د اکتوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت د کوټې نهه کلنه فروا افروز کاکړه درپېژنو چې پر ټولنیزو شبکو پیغام لرونکې ویډیوګانې خپروي او غواړي د نورو ماشومانو لارښوونه وکړي. د نوموړې پلار وايي، هېڅکله یې د هغې لار یې نه ده ډب کړې او څه چې غواړي ورسره پکې مرسته کوي. د فروا افروز کاکړې څلور ژبې زده دي. د هغې په اړه ویډیويي رپورټ.

اروپایي ټولنه پر روسیې د احتمالي بندیزونو په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن پر روسیې د احتمالي بندیزونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډه کوي. دوی د فرانسې او جرمني په هغه وړاندیز بحث کوي چې ویلې یې دي، د روسیې د مخالف الکسي ناوالني مسمومولو کې ښکېلو روسانو او د نوويچوک زهري موادو د تولید پر بنسټ باید بندیزونه ولګول شي. دا وړاندیز وروسته تر دې وشو چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د اکټوبر په شپږمه تأیید کړه چې په جرمني، فرانسه او سویډن کې لابراتوارونو ښودلې چې ناوالني په زهري موادو مسموم شوی دی. د اروپایي ټولنې د بهرنیو... Читать дальше...

کابل ورځپاڼو په کابل او ولایتونو کې د غلاوو او ناامنیو پر زیاتېدو تبصره کړې

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل او ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو او نا امنیو زیاتېدو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو او جنايي پېښو په زیاتېدو لیکنه کړې ده. وړاندې د کورنیو چارو وزارت طرحې ته اشاره شوې چې دغه وزارت جنایتکارې ډلې، زورواکي او قاچاق کوونکې ډلې نیولي، خو په وینا یې واقعیت دا دی چې جنایتکارې ډلې لاهم موجودې دي او دا ډلې په یوې لاعلاجې ناروغۍ بدلې شوې دي. خو ورځپاڼې لیکلي دغه طرحه دا چې کارنده نه‌وه، بلکې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. Читать дальше...

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې له ټرمپ د طالبانو پر ملاتړ د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د «سي بي اېس» ټلوېزیون پر هغه راپور لیکنې خپرې کړي چې وايي، طالبانو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ د بریا هیله کړې، هغه راپور چې وروسته طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رد کړ. نیوز ویک نیوز ویک مجلې پر خپله وېب‌پاڼه په دې اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک‌یې دی "طالبانو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ د بیا انتخابېدو د کمپاین ملاتړ وکړ." ورځپانې په دې برخه کې د «سي بي اېس» ټلوېزیون راپور ته اشاره کړې او وايي د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد «سي بي اېس»... Читать дальше...

بلاروس کې شااوخوا ۵۰۰ کسان د پولیسو له‌خوا نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې پرون څه باندې ۵۰۰ کسان د مظاهرو پر مهال د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي. ۲۰ تنه نیول شوي کسان ژورنالېستان یاد شوي. په بلاروس کې خلک د اګسټ نهمې ټاکنې چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شوی له درغلیو ډکې او ناقانونه بولي. دوی د الکساندر لوکاشینکا پر ضد هره اوونۍ شنبه او یکشنبه مظاهرې کوي چې تر اوسه په‌کې زرګونه کسان بندیان شوي. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو ویلي چې د مظاهرو پر مهال امنیتي ځواکونو مظاهره‌چیان ځپلي او دا وضعیت دوی ته د منلو نه‌دی. د بلاروس د واکمن... Читать дальше...

اذربایجان او ارمنستان یو بل له اوربند نه پر سرغړونې تورنوي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان چارواکو په ارمنستان تور لګولی چې له اوربند یې سرغړونه کړې او په ګنجه برید کړی. اذري چارواکو ویلي چې په ګنجه ښار چې د اذبایجان دوهم لوی ښار دی یکشنبه ارمنستان څو واره بریدونه وکړل او په نتیجه کې یې ۸ کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول. د ارمنستان د دفاع وزارت د باکو دا ادعا بې‌اساسه وبلله او اذربایجاني ځواکونه‌یې تورن کړل چې د نګورنو قره‌باغ په ځینو سیمو یې بریدونه کړي. اذربایجان او ارمنستان د جمعې په ورځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند وکړ، خو دا څو ورځې یو بل د دې اوربند په ماتولو تورنوي. Читать дальше...

قطر کې د افغان دولت پلاوی: هیله‌من یو وروستۍ پرېکړې ته ورسېږو

Pa.azadiradio.com 

د سولې په خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وایي هیله‌من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي. دا خبره د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وکړه. هغې زیاته کړه: "د هغو نظریاتو او انتخابونو په اړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیز کړی ښایي مقابل لوری داخلي بحثونه ولري. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی پوره هڅه کوي او هیله‌من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې په یوه روښانه او سمه لار نقشه وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي." اغلې انوري وویل د افغان... Читать дальше...

ټرمپ: په بشپړه توګه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه او خوندي یم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي په بشپړه توګه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه شوی او خوندي دی. ټرمپ پرون شپه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې دا خبره وکړه. هغه زیاته کړه: "خوندي یم او کولای شم دباندې ووځم، ځکه دا هېواد باید مدیریت شي. د یوې لنډې، اوږدې یا هم ښايي ټول عمر لپاره خوندي واوسم. ولسمشر مو په ښه وضعه کې دی او مخ په وړاندې خپلې مبارزې کوي." ټرمپ د اکټوبر په دوهمه په والټر ریډ روغتون کې بستري شو او له دوو ورځو وروسته بېرته رخصت شو. یو شمېر روغتیاپالانو او د ټرمپ مخالفانو په هغه تندې نیوکې وکړې... Читать дальше...

ولسمشر غني له قمرګلې سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

ارګ ماڼۍ وايي افغان ولسمشر د قمرګل په نوم له یوې نجلۍ سره وکتل چې څه موده وړاندې یې له طالبانو د خپلې مور او پلار د وژلو غچ اخیستی و. د جمهوري ریاست په فېس‌بوک پاڼه پرون ماښام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او قمرګل د لیدنې عکسونه او لنډ جزئیات خپاره شوي. ارګ ماڼۍ لیکلي چې ولسمشر غني د قمرګل زړورتیا ستایلې او د استوګنې او تحصیل د زمینې د برابرولو ژمنه‌یې ورکړې ده. قمرګل د غور د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکې وه. د راپورونو په اساس وسله‌والو طالبانو سږ کال د چنګاښ په وروستیو کې د تیورې په یوه کلي برید... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *