Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 17.10.2020

د اذربایجان ولسمشر: د ارمنستان راکټي بریدونه جنګي جنایت دی

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پر دې هېواد راکټي بریدونه وغندل او هغه‌یې جنګي جنایت وباله.   ولسمشر علییف د ارمنستان مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې د دې کار مسؤلیت به ورله غاړې شي.   علییف ویلي اذربایجان به د دې اقدام ځواب وایي او دا کار به په ځانګړي ډول د جګړو په ډګر کې کوي.    دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې نن سهار وختي د اذربایجان پر دوهم لوی ښار ګنجه په راکټي برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.   بل  توغندویي برید په مینګاچویر ښار کې شوی، خو د سر او مال زیان په اړه څه نه‌دي ویل شوي. Читать дальше...

فرانسه کې د یوه ښوونکي د قتل په تړاو ۹ تنه ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې د یوه ښوونکي د قتل په تړاو نهه کسه نیول شوي دي. څلور تنه‌یې د برید کوونکي خپلوان دي چې یو ماشوم هم په‌کې دی. د پولیسو سرچینې وایي دا کسان تر برید څو ساعته وروسته ونیول شول. د سرچینې په خبره پنځه نور کسان د شپې پر مهال نیول شوي چې د همدې ښوونځي چې ښوونکی یې ووژل شو، د دوو زده‌کوونکو میندې او پلرونه په‌کې شامل دي. پرون د سیمې په وخت شاوخوا پنځه بجې د پاریس په څنډو کې یوه متوسطه ښوونځي ته نږدې یوه نامعلومه برید کوونکي د همدې ښوونځي د تاریخ د ښوونکي سر پرې کړ. د پولیسو سرچینې وایي... Читать дальше...

افغان بانګه‌وال: له چابهار بندر او لاجوردو لارې نه ګټه نه‌شو اخیستی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان پانګه‌وال وايي، د چابهار بندر او له لاجوردو لارې نه ګټه نه‌شي اخیستی او د دغه لارو پرانیسته‌یې سمبولیکه کړنه یاده کړه. دغه پانګه‌والو ګواښ وکړ که‌یې د ترانزیټ په برخه کې ستونزې حوارې نه‌شي خپلې پانګې به له افغانستانه انتقال کړي. د اسناد په برخه کې ستونزې، په لویو لارو کې په بېلابېلو نومونو د غیر قانوني پیسو اخیستل او په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو ځنډني کارونه هغه ستونزې دي چې د دوی له لوري جدي بلل کېږي. افغان سوداګرو د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۶» په کابل کې د ترانزیټ او ترانسپورټ... Читать дальше...

د پښتونخوا د قدرتي وسایلو او زېرمو په اړه له ډاکټر فضل ربي سره مرکه

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو دا اوونۍ ډاکټر فضل ربي ميلمه دی. د نوموړي تعلق صوابۍ سره دی. ډاکټر فضل ربي په لومړي وار په ۱۹۹۶م کال کې په قبايلي ضلعو کې د تيلو او قدرتي زيرمو دعوه کړې وه. نوموړي په قبايلي ضلعو کې د قدرتي زيرمو په اړه پراخه څيړنې کړي دي او پي ایچ ډي کړي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

د امرالله صالح له‌خوا د کابل د امنیت مسؤلیت له اخیستو د ښاریانو هرکلی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل ښاریان، د افغانستان جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح له‌خوا د دې ښار د امنیت مسؤلیت په غاړه اخیستو هرکلی کوي. امرالله صالح پرون اعلان وکړ چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په سپارښتنه د کابل ښار د امنیت چاري يې په غاړه اخیستي او په دې برخه کې به په هېڅ مجرم رحم ونه‌کړي. د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د جنايي جرمونو، غلاوو او لوټلو له ډېرېدو په تنګ راغلي او د مخنیوي لپاره‌یې باید له هرې ممکنه لارې ګټه واخیستل شي. هغوی وايي، شپه او ورځ فزیکي او رواني امنیت نه‌لري او ښار کې تګ راتګ ورته ستونزمن شوی دی. Читать дальше...

د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟ 

Pa.azadiradio.com 

د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟   د کرونا له وجې د ښوونځیو اوږده رخصتي پای ته ورسېده او ټول زده کوونکي اوس ښوونځیو ځي. د دې اوونۍ په خپرونه کې په دې موضوع خبرې شوي چې د کرونا وبا په مهال اوږدې رخصتي په ښوونیز بهیر څه اغېزه کړې؟ د ښوونځیو اوږده رخصتي څنګه جبران کېدای شي؟   او د پوهنې وزارت د ناوخته پيل شوي ښوونیز کال لپاره څه پلانونه لري؟ یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور... Читать дальше...

په غزني کې د نجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د سولې او جمهوریت د ملاتړ په موخه د نجونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه.  د غزني د بایسکل ځغلونې د فدراسیون مسئول مزاري محجوب ازادي راډيو ته وویل،چې د دغې سیالۍ د ترسره کولو موخه د استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارو نجونو هڅونه وبلله.   هغه زیاته کړه چې په ورزشکارو نجونو کې فوق العاده استعدادونه شته او هیله من دی چې د دغو ورزشکارانو په انتخاب سره، په راتلونکي کې وکولای شي د نورو ولایتونو د بایسکل ځغلونې له ټیمونو سره سیالي وکړي.   په غزني کې ورزشکارې نجونې د امکانانو او معیاري بایسکلونو... Читать дальше...



امنیتي چارواکي: هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي چارواکي د هلمند ولایت په وروستیو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.   د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د لسګونو وژل شویو طالبانو مړي د پاکستان کوټې ښار ته انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه: "دښمن سخت تلفات لیدلي دي، ۸۵ جنازې یې پرون د کوټې ښار ته ورسېدلي، دا خوب به دوی ګور ته یوسي چې د لښکرګاه ښار به فتحه کوي او خپلو بادارانو ته به امتیاز اخلي، زه ډاډ درکوم چې دا امتیاز نه شي اخیستلی." وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

بغلان چارواکي: د طالبانو د استخباراتو مرستیال نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي وایي په دې ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نیولی دی.  د بغلان امنیه قومندانۍ ویلي چې قاري صلاح الدین د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی. دا عملیات د جمعې په ورځ شوي.  د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وایي: "د طالبانو د استخباراتو مرستیال قاري صلاح الدین (له خپلو ملګرو سره) غوښتل د لارو په اوږدو کې له خلکو پیسې واخلي او هم امنیتي ځواکونو ته کمین ونیسي، له پنځو ملګرو سره ونیول شو، له دوی څخه پنځه میله وسله هم ترلاسه شوې ده."... Читать дальше...

اوبراین: له افغانستانه د ۲۰۲۰ کال تر پایه ټول امریکايي سرتېري نه‌وځي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وایي، په افغانستان کې ټول دېره امریکایي سرتېري د روان میلادي کال په وروستیو کې له دې هېواده نه وځي. رویترز خبري آژانس راپور وایي چې اوبراین دا خبره د جمعې په ورځ د اسپین انسټېټوټ ته په یوه ویډیویي کنفرانس کې کړې ده. اوبراین زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې ۲۵۰۰ ته راکمېږي. دی زیاتوي: "که د افغانانو ترمنځ خبرې ښې پر مخ ولاړې شي، تر دې به هېڅ عالي خبره نه‌وي چې له کرسمس مخکي خپل ځواکونه راوباسو. اوس‌مهال... Читать дальше...

د سالنګ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر او ۲ نور پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر سمونیار جمال الدین نن ووژل شو. د پروان د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل چې د نوموړي پر موټر د سړک د غاړي ماین وچاودېد. د ښاغلي هاشمي په خبره په دې پېښه کې دوه نور پولیس هم وژل شوي دي. دا پېښه نن سهار د سالنګ ولسوالۍ په للمه سبزک سیمه کې شوې ده.  د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

زینب الرټ اپلیکیشن د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ګټور دی: شیرین مزاري

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي، (د زینب الرټ) په نوم نوی مبایل اپلیکیشن به د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ګټور ثابت شي.  د پاکستان  د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د اکتوبر پر ۱۵مه په خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې وویل چې په سیټزین پورټل دغه ایپ جاري کړل شوی دی چې ورسره به په ملک کې له ماشومانو سره د زور زیاتي پېښو په رپورټ کولو او د ورکو ماشومانو په موندلوکې مرسته کیږي. د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړې عایشه بانو، چې په صوبايي اسمبلۍ کې د ماشومانو د ساتنې خصوصي کمیټۍ غړی هم ده، د اکتوبر پر ۱۶مه یې مشال... Читать дальше...

خوست کې د کورنۍ غړي له یو بل څنګه ځان خبروي؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له خطرونو  او ناببره پېښو  ډک دی او اوس ځینې کورنۍ د بېړنیو پېښو پر مهال د یو بل له حاله د ژر خبرېدو لپاره اوس د انلاین ټکنالوجۍ کارولو ته مخه کړې. د خوست ولایت یو اوسېدونکی لاهور شاه افغان وايي، د کورنۍ د غړو شمېر  یې له سلو پورته دی او په خبره یې ځینې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ځینې نور بیا د سوداګرۍ او زده کړو لپاره له هېواده بهر تللي. ده وویل، په کور کې د ډېرو غړو لرل نیکمرغي ده، خو د افغانستان په څېر هېواد کې له ځان سره ګڼې اندېښنې هم لري. هغه وايي، کله هم چې  بریدونه،... Читать дальше...

د پاکستان حکومت به څو اوونيو کې کور ته لاړ شي: اپوزيشن

Mashaalradio.com 

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د واکمن تحريک انصاف ګوند او د وزيراعظم عمران خان د لېري کولو لپاره احتجاجي تحريک پيل کړی. په دې ترڅ کې۱۱ حکومت مخالفه سياسي ګوندونو لومړۍ جلسه د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجرانواله کې وکړه. اپوزيشن مشرانو په خپلو ويناګانو کې پر پوځ او حکومت سختې نيوکې وکړې. دوی وويل پوځ دې په سياست کې له لاس وهلو ډډه وکړي.

د فرانسې ولسمشر د یوه ښوونکي سر غوڅول اسلامي ترهګریز برید وباله

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې د هغه کس د هویت په اړه څېړنې روانې دي چې یو ښوونکی یې په دې خاطر وژلی چې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و.    د هغه فرانسوی ښوونکي، چې په وروستیو ورځو کې یې زده کوونکو ته د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و، د پاریس په لمنه کې له خپل ښوونځي بهر سر پرې کړل شو.  د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا کار د ده په وینا د اسلامي ترهګرو برید وباله.  مکرون ښوونځي ته نږدې په هغه ځای کې، چې پر دغه ښوونکي برید شوی و وویل، یو فرانسوی نن په دې خاطر وژل شوی چې زده کړه یې ورکوله او د بیان ازادي یې ښودله. Читать дальше...

ننګرهار میشتې کوچیان: ۶۰ سلنه مالداري مو له منځه تللې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار تودې دښتې یو مهال د هغو کوچیانو پر کېږدیو ډکې وې چې په ژمې کې به له سړو سیمو ورته راکوچېدل او مالونه به یې د دې ځای په سمسورو څړځایونو پایېدل. خو په وروستیو کلونو کې په دې ولایت د ابادیو زیاتېدو او په ښارګوټو د دښتو بدلېدو د کوچیانو او مالونو لپاره یې پخوانۍ پراخې دښتې راتنګې کړي دي. په ننګرهار کې کوچیان اندېښمن دي چې که د مالونو لپاره یې د څړځایونو ساتنه ونه شي، مالداري به یې په یو مخ له منځه ولاړه شي. د دوی له ډلې بادام کوچی وايي، پر کوچیانو سیمه له یوې ورځې بلې ته راتنګېږي. هغه وویل... Читать дальше...

سږ کال د جلغوزو حاصلاتو کې د دوه چنده زیاتوالي وړاندوینه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ښايي سږکال به د جلغوزو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.   د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښیې چې سږکال به د جلغوزو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي.   تېر کال د جلغوزو حاصلات ۲۳ زره ټنه وو.   خوست، پکتیا، پکتیکا،کونړ او ننګرهار له هغو ولایتونو دي چې په کې د جلغوزو ډېر حاصلات کېږي.   د کرنې وزارت وايي، د جلغوزو حاصلات ځکه زیات شوي چې د پروسس او بازارموندنې لپاره ډېر کار شوی دی.   د... Читать дальше...

افغان چارواکي: د سوداګرو او پانګه والو ستونزې به حل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ډاډ ورکوي چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.   قدرت الله ذکي نن شنبه د ټرانزیټ او ټرانسپورټ ملي ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسې اخېستل او یو شمېر هېوادونو سره ګمرکي ستونزو په تړاو ورته د سوداګرو ګڼ شکایتونه رسېدلي دي.   له بلې خوا یو شمېر سوداګرو او پانګه والو په دغه غونډه کې وویل،چې د چابهار او لاجورد لارې پرانېستل شوي خو تراوسه په دې لار کې سوداګریزې راکړې ورکړې نه دي شوي.   دوی وايي، سوداګریزه... Читать дальше...

د پاکستان ښوونځي د کورونا وایرس مخنیوي تدابیر څنګه عملي کوي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې شاوخوا دوه لاکه سرکاري او ۳۶،۰۰۰ شخصي تعلیمي ادارې سږکال په مارچ کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه وتړل شوې. حکومت ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې په سېپټېمبر کې بیا پرانیستې. چارواکي او روغتیاپالان وايي، په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ پېښو زیاتېدو امکان لا هم موجود دی. د هغه هېواد تعلیمي ادارې امکاناتو ته په کتو د وایرس مخنیوي هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د عمران خان حکومت جعلي دی: اپوزیشن ګوندونه

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ ( پاکستان ډېموکرېټېک مومېنټ) د اکتوبر پر ۱۶مه، د شپې ناوخته د پنجاب په ګوجرانواله کې د حکومت پر ضد خپله لومړنۍ لویه جلسه وکړه. پي ډي اېم وايي، د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي شوې وه او د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت په جعلي توګه جوړ شوی دی. د یوې اندازې ترمخې په زرګونو کسانو د ګوجرانوالې په جلسه کې برخه واخېسته چې ورته د اپوزیشن د لویو ګوندونو مشرانو ویناوې وکړې. د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف له لندنه د ویډیو لېنک له لارې جلسې ته وینا وکړه. Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د پخواني قوماندان رحمت الله اندړ په اړه چې اوس د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند دی، یو مطلب خپور کړی دی. په مطلب کې راغلي دي چې ښاغلي اندړ یو وخت د افغان حکومت پر ضد جګړه کوله، وروسته یې د حکومت ملاتړ ته مخه کړه او اوس مهال د حکومت د یوه مهم بنسټ ویاند دی. ورځپاڼه لیکي، د اندړ کیسه په حقیقت کې د افغانستان د اوږدې جګړې د پېچلتیا ښکارندویي کوي. مولوي رحمت الله اندړ سږکال د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه د ملي امنیت د شورا د ویاند په توګه وګومارل شو. ... Читать дальше...

د فوټبال غوره لیګ پایلوبه او له شور اوغوغا ډک کابل ښار

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د کابل لپاره په زړه پوری شپه وه، شاهین آسمایي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پایلوبه وګټله. د ناامنۍ له خطرونو سره سره، زرګونه ناینه او مېرمنې د فوټبال شنه میدان ته راغلل. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا په دې اړه راپور لري:

اروپايي ټولنې د ترکیې په پارونو او یو اړخیزو اقداماتو نیوکه کړې

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې په مدیترانه کې د ترکیې په پارونو او یو اړخیزو اقداماتو کلکه نیوکه کړې ده. د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د تېلو زېرمې د ترکیې او د اروپايي ټولنې د دوو غړیو یونان او قبرس تر منځ سختې لانجې رامنځته کړي. د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د دې لانجې په اړه بحث کړی دی. ترکیې سره له دې چې نړیوالې ټولنې ترې غوښتي د مدیترانې له ختیځه ووځي یو وار بیا خپله یوه لویه بېړۍ دغو اوبو ته ورلېږلې ده.  د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو په پرونۍ ناسته کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه. په... Читать дальше...

نګورنو قره‌باغ کې د آذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په نګورنو قره باغ او شاوخوا سیمو کې د اذربایجان او ارمنستان د وسله والو ځواکونو تر منځ پرون جمعه د نښتو خبر ورکړل شوی دی. تازه نښتې په هغو هڅو خاورې اړوي چې د دې لانجې د هواري لپاره روانې دي. څه باندې ۵۳۰ تنه په تېرو څو اوونیو کې دواړو خواو ته وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. تازه نښتې داسې وخت پيل شوي چې د ارمنستان او اذربایجان چارواکو تېره شنبه د روسیې په منځګړیتوب یوه اوربند ته غاړه کېښوده. باکو او ییروان دواړه یو بل تورنوي چې اوربند یې مات کړی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *