ډونالډ ټرمپ د لنډې شېبې لپاره له پوځي روغتونه وتلی و
په دغه روغتون کې د ولسمشر ټرمپ چې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی، درملنه روانه ده.
ښاغلي ټرمپ پرون وویل: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن (میلانیا ټرمپ) هم په ښه کېدو ده."
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په یوه ویډيويي کلیپ کې وویل، وروسته له هغې چې ناروغ شو، د کویډ۱۹ ناروغۍ یا کرونا ویروس په اړه په ډېرو شیانو پوه شو.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر اوو میلیونو اوښتی او په دې ویروس تر دوو لکو زیات کسان په دغه هېواد کې مړه شوي دي.
