Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

باختر افغان هوايي شرکت له نږدې ۲۰ کلن ځنډ وروسته خپلې ازمایښتي الوتنې پیل کړې

0
د افغانستان  د ملکي هوايي چلند اداره وایي، د باختر افغان هوايي شرکت له نږدې ۲۰ کلن ځنډ وروسته خپلې ازمایښتي الوتنې پیل کړې او په نږدې راتلونکي کې به رسمي الوتنې هم پیل کړي. 


د دغه شرکت یو «بوینګ-۷۳۷» الوتکې د شنبې په ورځکندهار، هرات او مزار شریف ته ازمایښتي الوتنې کړې دي. 


د باختر افغان هوايي شرکت په ۱۳۴۵ کې تأسیس، خو د کورنیو جګړو له امله ویجاړ او له فعالیته ولوېد. 


د دې ادارې ویاند نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل، یاد شرکت به نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړي.


هغه زیاته کړه: "په راتلونکو څو ورځو کې امکان لري د باختر هوايي شرکت الوتنې په رسمي ډول پیل شي، اوس یوه ازمایښتي الوتنه ترسره شوې ده، په رسمي ډول پروازونه نه‌دي پیل شوي، له کابله‌یې پرواز کړی و بیا هرات، کندهار او مزار ته تللې وه."


د ښاغلي صالحي په خبره، د باختر افغان هوايي شرکت به د تېر په څېر یوازې کورني فعالیتونه لري او د ولایتونو ترمنځ به سفرونه کوي.


د باختر افغان هوايي شرکت لومړی ځل په ۱۳۴۵ کال کې د اریانا هوايي شرکت ترڅنګ د کورنیو پروازونو په برخه کې خپل فعالیت پیل کړ، لمړی خو نږدې ۲۰ کاله وړاندې د کورنیو جګړو له امله دغه فعالیتونه په تيه ودرېدل او وتړل شو.




په ۲۰۱۹ کال کې افغان حکومت په شپږو میاشتو کې د دې شرکت بیا ځلي فعالېدو خبره وکړه، خو د کرونا ویروس له امله دا پروسه له ځنډ سره مخ شوه.


په ورته وخت کې د باختر افغان هوايي شرکت مسؤلین وايي، یاد شرکت د الوتنو د پیل لپاره د ایکو یا ایاتا نړیوالو بنسټونو معیارونه پوره کړي دي.


د دې شرکت مشر مسلم خرم وايي: "په هر هېواد کې د ایکو د قوانینو مطابق چې په ملي سطحه د افغانستان هوايي چلند ملکي اداره‌یې استازیتوب کوي، د هغوی د قوانینو په چوکاټ کې باید هره هوايي اداره چې جوړېږي پنځه سټېجه باید بشپړ کړي چې باختر هوايي شرکت دا پروسه بشپړه کړې ده."


نوموړي هم وویل چې د ازمایښتي الوتنو بهیر بریالی و او ډېر ژر به په رسمي ډول هم الوتنې پیل کړي.


خو دا چې دغه شرکت څو الوتکې لري مسؤلینو یې دا پوښتنه ځواب نه‌کړه.


اوس‌مهال یوازې اریانا افغان نیمه دولتي او کام‌ایر خصوصي شرکت په دغه هېواد کې کورني او یو شمېر هېوادونو ته بهرنۍ الوتنې کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *