Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

ولسمشر غني له لوړپوړو قطري چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کوي

0
د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي وايي، ولسمشر غني قطر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن او سبا له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغان سولې په خبرو او دغه‌شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. 


ښاغلي صدیقي د دوحې په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر له قطر مخکې کوېټ ته ولاړ او د کوېټ د امیر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون وکړ او دغه شان‌یې د هغه هېواد د نوي امیر او صدراعظم سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي. 


ښاغلی صدیقي زیاتوي: "افغان ولسمشر به نن او سبا د قطر هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره وګوري او دغه‌شان د افغان مرکچي پلاوي سره به هم نن وګوري." 


ښاغلی صدیقي وايي، ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د خپل دغه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې په قطر کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره هم وګوري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *