Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو باطلېدو لپاره بشکېک کې لاریون وشو

0
ګڼو سیاسي ګوندونو د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو د باطلېدو لپاره په پلازمېنه بشکېک کې لاریون وکړ.


په پرونیو ټاکنو کې هغو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلي چې د قرغزستان له روس‌پلوه ولسمشر سورونبای جین بیکوف سره نږدې اړیکې لري.


د مخالفو ګوندونو سوسیال ډیموکرات، وطني اتحاد، متحد واوسئ او اصلاحاتو تر ۱،۰۰۰ زیاتو فعالانو او ملاتړو نن دوشنبه د بشکېک په مرکزي میدان کې لاریون وکړ.


دوی ادعا لري چې په پرونیو ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې شوې دي.


تر دې مخکې د اپوزېسیون دوو نورو ګوندونو پلار وطن او جمهوریت ویلي وو چې دوی او ملاتړي به‌یې نن ناوخته ډله‌ییز اعتراضونه وکړي.


دغه ټاکنې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو لپاره شوي چې لومړنۍ نتیجې ښيي څلورو ګوندونو د پارلمان ۷ فیصده سیټونه ګټلي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *