سوله، اړیکې او اقتصادي همکاري د اشرف غني او د قطر امیر د بحث موضوعات دي
![سوله، اړیکې او اقتصادي همکاري د اشرف غني او د قطر امیر د بحث موضوعات دي](https://gdb.rferl.org/619f9492-6131-4bd5-a273-9bbcdce7cbbc_cx18_cy3_cw48_w800_h450.jpg)
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دوحې ته د سفر په دوهمه ورځ د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.
د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي وايي چې د ښاغلي غني او د قطر د امیر تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني د خبرو اصلي محور د افغانستان د سولې بهیر جوړوي او په دې خبرو کې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هم بحث وشي.
ښاغلي صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۵» له قطر ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې وویل: "هغه مهم موضوعات چې بحث پرې کېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د افغانستان او قطر ترمنځ اقتصادي همکاري، د افغانستان سوله او له دې پروسې د قطر او د سیمې هېوادونو ملاتړ دی."
ښاغلی صدیقي زیاتوي چې د افغانستان جمهور رئیس به نن د دوحې په انسټټیوټ کې د سیمې او نړۍ د مسایلو اړوند هم خبرې وکړي.
ښاغلي غني او د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره هم کتلي دي.
زلمي خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټر کې ویلي: "ما جمهور رئیس غني ته ویلي چې افغانان باید پرېنږدي چې د سولې فرصت لهمنځه ولاړ شي، متحده ایالات د افغانستان په رهبرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي او همدا شان مرستې ته چمتو دی."
د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په قضیه کې د سیمې له هېوادونو او اصلي لوبغاړو وغوښتل چې د دغه هېواد د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
نوموړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه "ډېره لوړه" وبلله او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي کچه دې د پام وړ راښکته کړي، څو د باور او د سولې له بهیره پراخ ملاتړ ته زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمتالله نبیل په خپل تازه ټویټ کې په قطر کې د سولې خبرې "نمایشي" بللي او لیکلي دي چې له نیابتي سولې وړاندې، لوی او حیاتي تصمیمونه نیول شوي دي.
نوموړی باوري دی چې د قطر هېواد رهبران به په دغه سفر کې محمد اشرف غني ته د امریکا "قاطع پیغام" وړاندې کړي.
په همدې حال کې سیاسي فعال خالد پښتون وايي، د قطر له امیر او نورو قطري چارواکو سره د جمهور رئیس خبرې کولای شي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل لپاره ګټور تمام شي.
هغه زیاته کړه: "په دې حساسو حالاتو کې قطر ته د جمهور رئیس غني سفر ډېر مهم دی، ځکه طالبان هڅه کوي چې ټول څه د دوی په ګټه تمام شي، له بلې خوا په افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی، طالبان د افغان ځواکونو له دفاعي حالت ناوړه ګټه اخلي، اوس نړیوالې ټولنې هم درک کړې چې طالبان غواړي، ټول څه د دغې ډلې په ګټه تمام شي."
له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې، د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو د تماس ډلې نهدي توانېدلي چې د کاري کړنلارو په دوو موردو چې د خبرو بنسټ جوړوي یعنې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې مبنا ګرځول او بل هم د اختلاف په صورت کې حنفي فقې ته مراجعه ده، نتیجې ته سره ورسېږي.