Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

ډبلیو اف پي: میلیونونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب خطر سره مخ دي

0
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، د دې احتمال شته چې په افغانستان کې به د هغو کسانو شمېر د ۲۰۲۰ کال تر پایه له پنځلسو میلیونو واوړي چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ستونزې لري. 


دا خبره د ډبلیو اف پي ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وکړه اوویې ویل چې ماشومان به ترټولو زیات اغېزمن شي.


هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې له ۱۲ میلیونه زیات وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ وو، خو موږ اټکل کوو چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله به دغه شمېره څومیلیونه زیاته شوې وي، زموږ د اټکل له مخې د ۲۰۲۰ کال ترپایه په افغانستان کې پنځلس میلیون وګړي یا ترهغو زیات د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ کېدای شي." 


د ښاغلي اماني په وینا د زیانمنونکو په سلو کې ۶۰ به یې ماشومان وي. 


د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا یوه ستونزه چې خلک د خوړو د خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ کوي داده چې د قرنطین په نتیجه کې ډېرخلک په لویو ښارونو کې بېکاره شوي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *