ډونالد ټرمپ: له ژمي مخکې باید ټول امریکایي سرتېرې له افغانستانه ووځي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې تر ژمي مخکې باید ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ په داسې وخت کې دا ژمنه کړې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهدي پيل شوي او نږدې یوه میاشت کېږي چې دواړه لوري پر طرزالعمل موافقې ته نهدي رسېدلي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دی غواړي چې ټول امریکایي ځواکونه تر کرسمس پورې له افغانستانه وباسي.
تر دې مخکې چې د پوځيانو د ایستلو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې وه دا تر هغه رامخکې ده او حتی پرون د امریکا د ملي امنیت سلاکار چې کومه خبره کړې وه دا نېټه تر هغې هم مخکې ده.
ولسمشر ټرمپ پر ټویټر لیکلی دي، تر کرسمس پورې باید په افغانستان کې زموږ پاتې لږ شمېر زړور نارینه او ښځینه سرتېرې په کور شي.
دا ټویټ څو ساعته وروسته تر دې خپور شو چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وویل، د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د راتلونکي کال په لومړیو کې ۲،۵۰۰ ته راکم کړي.
د امریکا متحده ایالاتو دا اعلان تیار کړی و چې راتلونکې میاشت به د خپلو پوځیانو شمېر په افغانستان کې څلور زرو ته کموي.
د ټرمپ دا پيغام د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو څلور اوونۍ مخکې خپور شو او دی غواړي چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ژمنه پر ځای کړي چې بېانجامه جګړې به پای ته رسوي.
اوبراین په لاس وېګاس کې په نویدا پوهنتون کې وویل، کله چې ټرمپ ولسمشر شو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو زیات و او د راتلونکي کال تر لومړیو به دا شمېره ۲،۵۰۰ ته ورسېږي.
ډونالد ټرمپ د اوس لپاره په ټاکنو کې تر خپل سیال جوبایډن د نظر پوښتنو له مخې وروسته دی.
واشنګټن له طالبانو سره د سولې د تړون تر ژمنو مخکې ګامونه اخلي، د دې سربېره چې د مذاکراتو پيل ځنډېدلی دی.
د تړون له مخې بهرني ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.
د سولې په خبرو کې د افغان چارواکو او لوېدیځ ډیپلوماتانو لپاره چې په قطر کې یې د سولې د خبرو اسانتیاوې برابرې کړي اوربند تر هر څه مهم دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اوبراین وویل، دا د افغانانو دنده ده چې یوې هوکړې ته ورسېږي او د سولې تړون وکړي، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې پرمختګ ورو دی او پرمختګ به اسانه نهوي، موږ فکر کوو چې دا ضروري ګام دی او موږ فکر کوو چې امریکایان دې ته اړتیا لري چې خپل ټاټوبي ته ستانه شي.