امریکايي ځواکونو په هلمند کې پر وسلهوالو طالبانو څو هوایي حملې کړي
ساني لګېت نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.
د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د هلمند د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې لا هم د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
تر دې یوه ورځ دمخه وسلهوالو طالبانو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه، د درېیمې حوزې ځینې برخې او هم په نادعلي ولسوالۍ کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو څخه ونیولې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ځانګړي ځواکونه سیمو ته رسېدلي چې یادې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي زرګونه کورنۍ د جګړو له سیمو څخه وتلي دي.
