Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

چارواکي: ارزګان کې د یو شمېر قوماندانانو په کډون ۱۸ طالبان وژل شوي

0
د ارزګان لایت سیمه‌ییزو چارواکو په دهراوود ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د یو شمېر قوماندانانو په کډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.


د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجری نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ په ښکته لنډیانه سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر امنیتي پوسته برید وکړ او وروسته افغان ځواکونو ورسره جګړه پیل کړه.


نوموړی وايي یاده جګړه کې د یوې امنیتي پوستې د قوماندان په کډون درې ملي پولیس هم وژل شوي او دغه‌راز ۱۰ ملکیان په دې جګړو کې ټپیان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


پر دهراوود ولسوالۍ طالبانو له تېرو درېیو اوونیو راهیسې بریدنه پیل کړي او ولسوالۍ يې محاصره کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *