Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناک دی

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې د خبرو پر مهال دا باور چې د امتیاز د ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی زیات شي، خطرناک دی.


زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي د ده تمه دا وه چې تاوتریخوالی به کمېږي او کم به پاتې کېږي. دی زیاتوي چې ښکېل اړخونه باید هغو مسایلو ته چې خبرې او تفاهم پرې شوي، ژمن پاتې شي.


خلیلزاد وايي، د سرغړونو بې‌بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې د خبرو له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي او ټینګار کوي چې باید د امریکا او طالبانو د سولې موافقه او د افغانستان او امریکا ګډه اعلامیه په جدي ډول په پام کې ونیول شي.


ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې روانو خبرو تر اوسه نتیجه نه‌ده ورکړې او ورسره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *