Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

امریکا: د روسیې له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر ګڼو ادارو سایبري حملې کړي

0
د امریکا متحده ایالات وایي، وروستیو څو اوونیو کې د روسیې د دولت له ملاتړه برخه‌منو هکرانو  پر لسګونه ایالتي او محلي ادارو باندې سایبري بریدونه کړي دي. 


هکرانو له لږ تر لږه دوو سرورونو څخه اطلاعات غلا کړي دي.


د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف.بي.ای) پرون وویل، تر اوسه هېڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې دغو هکرانو دې د الوتکو د الوتنې، ښوونې او روزنې، ټاکنو او یا حکومتي عملیاتو سیستم ګډوډ کړی وي.


د هکرانو د بریدونو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته له دوه اوونیو کمه موده پاتې ده. 


امریکایي چارواکو د اکټوبر په ۲۱مه ادعا وکړه چې ایران او روسیې د امریکا د رأی ورکوونکو اطلاعات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې له انتخاباتو مخکې پر عامه فکرونو اغېز وکړي. 


روسیې او ایران دغه ادعاوې رد کړې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *