Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د نورو تورنو کسانو انځورونه هم خپروو

0
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې به په جرمونو د نورو تورنو کسانو انځورونه هم خپاره کړي. 


د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه چاره د امنیتي جلسې د لارښوونې له مخې کېږي او د تورنو په نیولو کې مرسته کوي. 


ښاغلی ارین زیاتوي: "د مجرمانو انځورونه د خپرېدو په حال کې دي، هدف‌یې دا دی چې خلک د هغو کسانو له څېرو سره بلد شي چې ښار کې امنیت او نظم ګډوډوي او د نیولو لپاره‌یې له پولیسو سره همکاري وکړي." 


له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې پولیسو په جنایي جرمونو د هغو تورنو کسانو انځورونه خپاره کړي چې د دوی په باور، د قانون له منګولو تښتېدلي دي. 


دا کار وروسته له هغه وشو چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت په ټینګښت کې ښکېل شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *