Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د نیمروز چارواکي: طالبانو خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي

0
د نیمروز چارواکي وایي، خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي او ۳ نور یې له ځان سره بیولي دي. 


د والي ویاند بهرام حقمل ازادي راډیو ته وویل، دغه سرتېري د (دهمزنګ) په نوم پوسته کې و چې تېره شپه طالبانو پرې برید کړی دی. 


حقمل وایي، طالبانو له دغې پوستې نه ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي. 


دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.


تېرو څو ورځو کې دا دوهمه امنیتي پیښه ده چې له ۲۰ ډېر امنیتي او دفاعي سرتېري په‌کې وژل کېږي. 


د چهارشنبې په ورځ د تخار بهارک کې د طالبانو د جګړې له کبله ۳۷ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *