Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

اروپا کې د کرونا دوهمه څپه؛ د تېرو ۱۰ ورځو نوې پېښې دوه برابره شوي

0
په اروپا کې د کرونا ویروس دوهمه څپه ګړندۍ روانه ده او تېرو ۱۰ ورځو کې نوې پېښې څه باندې دوه برابره شوې دي. 


روېټرز ویلي، پرون په ټوله اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ورځنۍ کچه د کرونا څه باندې دوه لکه پېښې ثبت شوي چې دې سره په ټوله اروپا کې روغتونونه هم تر فشار لاندې راغلي دي.


په دغې لویه وچه کې تر ټولو زیاتې پېښې چک جمهوریت کې رامنځته کېږي او حکومت‌یې هغه پلان تأیید کړی چې له ناټو او اروپایي ټولنې دې ۳۰۰ پوځي روغتیایي کارکوونکي د ناروغانو درملنه کې مرسته وکړي.


بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو کې روغتونونه هغه ناروغان نه‌مني چې بېړنی روغتیایي وضعیت ونه‌لري.


د پولنډ په وارسا ښار کې حکومت ملي ستډیوم په ګرځنده روغتون اړوي چې د ۵۰۰ ناروغانو درملنه به په‌کې کېږي.


په فرانسه کې د روغتونونو ۴۴ په سلو کې بسترونه د 'کووېډ-۱۹' په ناروغانو ډک شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *