Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

لویه څارنوالۍ: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳،۰۰۰ قضیې ثبت شوي

0
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال له پیل نه تر اوسه په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳،۰۰۰ قضیې ثبت شوي چې په تړاو یې ۲۸۷ کسان نیول شوي او د پاتې د نیولو هڅې روانې دي.


د دغې ادارې مرستیالې سینا شنا منصور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دغو قضیو کې پر ښځو او ماشومو نجونو د جنسي تېري قضیې هم شاملې دي.


مېرمن منصور وویل، په وروستیو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري پېښې څه نا څه کمې شوي، خو دا کموالی د پام وړ نه‌دی.


هغې زیاته کړه: "په وروستیو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري ۵۶۹ مورده د لویې څارنوالۍ په اداره کې ثبت شوي او رسېدنه ورته شوې ده. په ۹۷ کال کې ۱۹۵، په ۹۸ کې ۲۰۱ او په ۹۹ کال کې ۱۷۳ قضیې ثبت شوې دي."


مېرمن منصور وویل، کومې دوسیې چې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي، رسېدنه ورته شوې او په اړه‌یې د جزا حکمونه هم شوي دي.


د مېرمن منصور په خبره، اوس‌مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري د څېړلو څارنوالۍ فعالې دي او قضیې په‌کې څېړل کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *