Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

ولسي جرګې ته د معرفي شویو ډېری نوماند وزیرانو اسناد څېړل شوي

0
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د حکومت له لوري د معرفي شویو ډېری نوماند وزیرانو اسناد څېړل شوي دي. 


د دغې جرګې دوهم منشي حجت الله خردمند د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یو شمېر معرفي شویو وزیرانو تحصیلي اسنادو کې ستونزې شته او هغه به هم ژر حل شي. 


د نوموړي په خبره د هغوی ور معرفي شویو وزیرانو چې ستونزې یې د حل وړ نه وي د کمېسیونو له لوري به ردېږي او پاتې نورو ته به د رایو صندوقونه کېښودل شي څو ورته د ولسي جرګې د غړو له لوري د باور رایې ورکړل شي. 


ټاکل شوې تر سبا (چهارشنبه) د ولسي جرګي د فرهنګي چارو، د دیني چارو، کورني امنیت، د نړیوالو اړیکو،د چارو او عدلي او قضایي کمېسیونونه  د ولسمشر له لوري د ورمعرفي شویو وزیران د اسنادو څېړل پای ته ورسوي. 


لا معلومه نه ده چې نویو معرفي شویو وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري کله رایه اچونه ترسره کېږي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *