Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

مسافر: د کندهار-ارزګان پر لار د خښ شویو ماینونو له امله سفر نه‌شو کولای

0
د کندهار-ارزګان د لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي پر عمومي لارو د خښ شویو ماینونو او جګړو له امله په ډاډه زړه سفر نه‌شي کولای او مجبور دي چې پر فرعي لارو تګ راتګ وکړي.


د دوی په وینا دا ستونزه د دې لامل شوې چې د سفر وخت‌يې له یوې ورځې دوو او درېیو ورځو ته اوږد شي او د لارې کرایه هم لوړه شي.


امین‌الله او د هغه لسګونه نور ملګري چې د کندهار-ارزګان پر لویه لار موټر چلوي وايي عمومي لارې د جګړې او ماینونو له امله ډېر وخت تړلې وي او دوی مجبور دي چې پر اوږدو فرعي لارو تګ راتګ وکړي.


په عین وخت کې د ارزګان اوسېدونکی محمد زمان وايي د عمومي لارو د تړل کېدو سره سم د موټرو د لارو کرایه او ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي.


د کندهار والي حیات‌الله حیات وايي وسله‌والو طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د کندهار-ارزګان د لويې لارې ډېرې برخې تخریب کړي چې رغول‌یې وخت ته اړتیا لري.


د نوموړي په وینا د دغه لارې د شاهراه کنډک د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی بله هغه ستونزه ده چې له امله‌یې لار ناامنه وي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *