Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د ارمنستان صدراعظم: په نګورنو قره باغ کې ملکیان وژل شوي

0
ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي. 


د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان په ټویټر کې لیکلي دي چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان د ډزو پرمهال یو شمېر ملکیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي. 


بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې ارمنستان له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. 


د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل شوې ده، تر اوسه درې ځله د دوی ترمنځ اوربند شوی دی او هرځل مات شوی دی.


وروستی اوربند د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په منځګړیتوب وشو. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *