Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

جرمني او فرانسه کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه

0
جرمني او فرانسې د کرونا وبا د کنټرول لپاره بندیزونه اعلان کړل.


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، په ملي کچه د دوهم ځل لپاره ټولبند ضروري دی. مکرون زیاته کړه چې د اروپا په نورو برخو کې هم د کرونا دوهمه څپه راغلې چې ښایي تر لومړۍ یوې ډېره سخته او وژونکې وي.


له تېرې شپې (اکټوبر ۲۹) بارونه، رستورانتونه او غیر ضروروي دکانونه بند شول او له خلکو غوښتل شوي چې سفر ونه‌کړي او چې څومره ممکنه وي په کورونو کې پاتې شي.


بل لور ته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د څلور اوونیو په مخه یو لړ بندیزونه اعلان کړل. دې وویل چې باید ژر لاس په کار شو، ځکه چې وضعیت جدي دی.


په جرمني کې به د نومبر له دوهمې تر ۳۰مې ټول بارونه، رستورانتونه، تفریحي مرکزونه، د کنسرت هالونه او تیاترونه بند وي. دکانونه به پرانیستي وي، خو خلک باید په دکانونو کې له یوه بله فاصله رعایت کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *