۱۵ کلن افغان کرکټر نور احمد لکڼوال د نړۍ یو له تر ټولو سترو لیګونو کې لوبېږي
د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سپېنر باولر یا سلو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د استرالیا کرکټ په «بېګ باش» سیالیو کې لوبېږي.
نور احمد لکڼوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د نړۍ سترو لیګونو کې لوبېدل د هر افغان لوبغاړي ارمان دی او ده هم دا ارمان په زړه کې پاللی و.
لکڼوال زیاتوي: "له «ایپياېل» وروسته په بېګ باش غوندې لیګ کې چې د نړۍ یو له سترو لیګونو څخه دی او په دې لیک کې زما لوبېدل زما لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای دی، زما لوی ارمان دا دی چې د افغانستان په ملي ټیم کې ولوبېږم او د دې لپاره هڅه کوم، که کله هم په دې لیګ کې راشد او نبي لوبېدل ما له ځان سره دا احساس کاوه چې افغانان که هڅه وکړي حتماً دغه ځای ته رسېدلی شي."
لکڼوال وايي، هڅه کوي د افغانستان نوم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وځلوي.
دوه ورځې وړاندې د استرالیا د کرکټ لیګ (بېګ باش) د ملبورن لوبډلې اعلان وکړ چې نور احمد لکڼوال به سږ کال په دې لیګ کې د یادې لوبډلې سره لوبېږي.
نور احمد لکڼوال په ۲۰۰۵ ز کال کې زېږېدلی او د ۱۵ کلونو په عمر دی.
د افغانستان کرکټ بورډ، په بېګ باش سیالیو کې د نور احمد لکڼوال لوبېدل د افغان کرکټ راتلونکي نسل ته یو ښه پیغام بولي.
د دې بورډ د کرکټ د تخنیکي او مسلکي برخې مشر (کرکټ ډایرکتر) رئیس احمدزی له ازاډي راډيو سره په خبرو کې وايي، دا د ټولو ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه خبر دی.
ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د استرالیا په کرکټ لیګ یا بېګ باش کې د نور احمد لکڼوال لوبېدل دا پیغام ورکوي چې د افغانستان کرکټ راتلونکې روښانه ده. د ځوانو لوبغاړو لوبېدل د نړۍ په سترو لیګونو کې د افغانستان نوي ځوانانو ته ښه پیغام ورکوي، که نوي ځوانان ښه کوښښ وکړي، نو کولای شي د نور احمد په څېر په داسې لیګونو کې ولوبېږي."
ښاغلی احمدزی وايي، افغان کرکټ بورډ د دغه ډول لوبغاړو په درلودو سره کولای شي سوکه سوکه د نړۍ پام ځان ته واړوي چې دا د کرکټ راتلونکي لپاره ښه خبر دی.
بېګ باش کې سږ کال هره لوبډله اجازه لري چې په هره لوبه کې ۳ بهرني لوبغاړي ولوبوي، نو ځکه ملبورن لوبډلې ۳ بهرني لوبغاړي د ځان سره اخيستي.
محمد نبي په تېرو دوو کلونو کې د دې لوبډلې لپاره لوبېدلی او سږ کاليې یو ځل بيا ورسره تړون لاسلیک کړ.
د ملبورن لوبډلې سره سږ کال د محمد نبي په شمول عمران طاهر او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.
نور احمد لکڼوال کيڼ لاسی سلو توپ اچوونکی دی چې د کورنيو لیګونو ترڅنګ په ۱۹ کلونو نړيوال جام کې هم لوبېدلی.
بېګ باش ليګ د راتلونکي ډسمبر میاشتې په درېيمه نېټه پيلېږي چې څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجيبالرحمن او نور احمد لکڼوال د لسم پړاو لپاره ورته اخيستل شوي.