Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

د اوکراين په غله‌جاتو بار يوه کښتۍ ايتوپيا ته روانه شوه

0
د ملګرو ملتونو له خوا یوه اجاره شوې کښتۍ چې د اوکراین غله جات په‌کې بار وو، د تور سمندرګي له بندره د ایټوپیا پر لوري روانه شوه.


دا له هغو هېوادونو سره چې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي د مرستې لپاره د خپل ډول له مخې د غله جاتو لومړۍ بسته ده.


د اودیسه والي ماکسیم مارچنکو ویلي، دغه کښتۍ چې د لایبریا بیرغ ورباندې رپيږي د ادیسه د ختیځ له یوژنه بندر څخه پرون روانه شوه.


دغه غله جات به جیبوتي ته ولېږدول شي، چې هلته به تخلیه او د خوړو نړیوال پروګرام تر څارنې لاندې به ګاونډي هېواد ایټوپیا ته ولېږدول شي.


وروسته له هغې چې له اوکراین څخه د غله جاتو پر صادراتو د جګړې له کبله محدودیتونه ولګېدل، د نړۍ په زیاتو برخو کې د غله جاتو د قحطۍ په اړه اندېښنې ولاړې شوې.

 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *